شعـــــرونه

غزل؛ قاري توريالی تائب

قاري توريالی تائب

ستا په زنه چې شین خال ده، ته پوه نه شوې؟
بس همدغه لوی جنجال ده، ته پوه نه شوې؟

خوشبویي دا ستا د زلفو ماته راشي
تا کې دغه لوی کمال ده، ته پوه نه شوې؟

لا د سرو شونډو شراب مې څښلي نه دي
ملا وایي چې حلال ده ته پوه نشوې؟

د یار کلې ته ورتګ خورا آسان دي
روغ وتل ترې، خوب او خیال ده، ته پوه نه شوې؟

کبرجنو، مکرجنو نه خبر یې؟
د هغوی برخه زوال ده، ته پوه نه شوې؟

د ناټو ها پخوانی دبدبــه نشته
اوس یې زور او ځواک پایمال ده، ته پوه نه شوې؟

رقیبانو کې دا یو ډېر لوی غدار دی
دا خوراک یې چې زیړ دال ده، ته پوه نه شوې؟

”توریالی“ دې مسافر دی خیال یې ساته!
زوروہ یې مه وبال ده، ته پوه نه شوې؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close