لیکنېنظــر

د يوې تاريخي اشتباه اصلاح

شفيع اعظم 

په خپله امريکايي ډيپلوماټان او افغانستان کې جنګېدلي متقاعد نظاميان اعتراف کوي چې افغانستان دوهم ويټنام شو او موږ ماتې وخوړه.

واشنګټن پوسټ لړزونکې موندنې هم همدا وایي چې د افغانستان ازادي، ډيموکراسي او بشر حقوق يوه غولونکې ادعا وه او موږ په ښکاره ډول په افغانستان يرغل ور ووړ.

د امريکا دا ماتې له انګرېز او روس وروسته د وخت دریمې امپراتورۍ زوال دی چې افغانستان کې د افغانانو په لاس په ګونډو کېږي. دا وياړ په اسانه نه بلکه د زرګونه افغانانو پر هډونو او ککرۍ حاصل شوی.

يو څو تنه چې د امریکایي ښکېلاک فزيکي او فکري حاميان وو؛ د خپل شرم پټولو لپاره دا وياړ د پنجاب پښو ته کېږدي.

دا غدر له بهرنيو ښکېلاک ګرو سره تر ملګرتيا هم په مراتبو خطرناک او ظالمانه ځکه دی چې دلته د افغانانو پر قرباني، جانبازي او مېړانه خاورې اچول کيږي. هغه تیره اشتباه (يرغلګرو سره ملګرتيا) به ممکن د سولې راتګ سره وبخښل شي خو دا غدر به قطعا د بخښلو نه وي.

يوې موضوع ته توجه پکار ده چې دا تاريخي مسئله ده او دې مسئلې سره د خپلې خطا پاکولو لپاره پر تاريخ او د يوه عظيم ملت پر قرباني ملنډې وهل ندي پکار. امريکا سره یې يو څو افغان مامورين ملګري وو خو باقي ملت یې په کلکه تقابل کې ودرېد نو ځکه د ملیارډونو ډالرو، اوچتو وسلو او زرګونه ازمويل شويو سرتېرو سربېره د ناټو او امريکا پړي وشلېدل.

د ټولو تېرو تېروتنو سره سره دا همت پېدا کول پکار دي چې اعتراف وکړو د امريکا غرور لګدمال شو او هغه هم د توپ، ټانګ، سټنګر، الوتکو، قوي اسلحې او دا ځل په برالا شکل د يوه قوي هيواد له ملاتړ پرته.

دا د‌ عصر يوه نه مننوکې معجزه وه چې ډېر یې اوس هم له منلو عاجز دي. دا وياړ د ټولو افغانانو دی او خصوصاً د پښتنو چې پداسې وخت کې یې لومړي ځل جنوب، شرق، غرب او شمال کې د امريکا په تقابل سر اوچت کړ چې ټولو نورو ملتونو، افغانانو او قومونو ېې دا عمل بربنډه خودکشي وبلله.

د دې وياړونو د تحفظ لپاره سوله او ترې را وروسته په ټول وطن کې د يوه قوي، پر عدل ولاړ او وسپنيز نظام احيا بنسټيز ضرورت دی.

داسې نظام چې هغه په ټوله مانا په نړېواله کچه د افغانانو د عظمت او وقار ساتندوی وي.

دا ټول د امريکايي استعمار له پای وروسته په يوه سوليز افغانستان کې ممکن کېدای شي.

زموږ فکري لارې به جدا وي؛ خو وطن او تاريخ ګډ دی.

بېدار باش!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

43 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

محترم شفیع اعظم سلامونه ، بلی د تاسو ټولی لیکل شوی کرښي د ظالم او فریبکاره امریکا ماتی په برخه کښي چی د ملت په ستره قربانی سره مو یاده کړی دی دا کاملآ همداسی دی ، انګلیس ظالم هغه وخت خرڅ شوو افغانانو بیا اتحادی شوروی د خرڅ شوو افغانانو او اوس امریکا بیا د خرڅ شوو افغانانو ( د سی آي اي ملعون خلیلزاد تر تربیی لاندی ) په وسیله د ملت تباهی او د خاوری اشغال ته د ملی خائين کرزای تر مشرۍ راوستل شول اما ظالم امریکا د انګلیس په شان چلاکه دی یعنی امریکا د… نور لوستل »

جميل

ډاکټر صاحب غروال ! د محترم اعظم صاحب دا ښکلی ليکنه ستاسو په چټياټو سره نه کمرنګه کيږی ، هغه واضح او روښانه ليکلی چی د امريکا ماته زمونږ د موئمن او غيرتی ولس د زور او قربانيو ثمره ده او دايی يوه الهی معجزه ياده کړی ، خو تاسی پيريان نيولی دا ماته د پيريانو کار بولی . وحشی او بی تهذيبه امريکا او ملګری ليوان يی نور مات دی ، افغانان د خپل کلک ايمان ، لوړ هوډ او او مړانی له برکته د دی لويی فتحی له خوښيو په هوا ګرځی خو تاسی لاهم چنجی غوندی سر… نور لوستل »

دوکتور غروال

جمیل صاحب نه غواړم چی تاسی او یا د غوربن سره دیالوګ شروع کړم ځکه تاسی همداسی تربیه شوی یاستۍ اما یوازی دی ته اشاره کوم په هغه وخت کښي پاکستان حکومت ته او ملعون خلیلزاد ددوی دی مردود او غلیس پلان پر ضد اعتراضونه شوی دی او ټینګار پردی وو چی پنجابی ملایان د آي ایس آي او سی آي اي تر رهبری لاندی باید د مهاجرینو اولادونو آینده دوی د خپلو شومو هدفونو لپاره تر پښو لاندی نکړی ، افغان ملت هم پخوا او هم اوس د خپل مذهب ، خاوری او استقلال لپاره همیش قربانی ورکړی او… نور لوستل »

جميل

ډاکټر صيب ! ستاسو دوهمی تبصری زما د لمړی تبصری حقيت نورهم روښانه کړ . ډاکټره سر خلاص کړه ، دا ولس هغه خيالی او ورک ولس ندی کوم تاسی يی يادوی ، د دی ولس ساتونکی او مدافعين معلوم دی ، هغه چی د ۴۹ هيوادو يرغل او اشغال ته د ټوله زور او زر سره ماته ورکوی د هغه بيا په پاکستانی سترګی نه ډکيږی ، پاکستان يی د ۲۰۰ مليونو خلګو سره امريکی د کاله په دوه دری مليارډه رانيولی دی او رام کړی يی دی او په هغه کی هم امريکا نخری ورسره کوی ، خو… نور لوستل »

غوربندي

تا د غره ډاکټر دې خدای پاک فوق العاده خوار کړي په دې درواغو.

عبدالله

غروال صاحب، په دی حقیقت ویلو دی خوند کری، پر گوتو دی برکت شه.

غوربندي

په تا مې دا “عبدالله” نوم نه دی پېرزو.

هدايت مو نصيب شه کنه مړه شی تر څو سوله راشي.

دوکتور غروال

غوربندیه ، په افغانستان کښي متل دی ً چی چیری اوسی په خوی به د هغوی شی ٍ لکه چی پر تاسی او د ستا په شان کسان د قتلونو او مړکیدو بیمارۍ باندی ګرفتاره ئي ، په افغانستان کښي د ظالمو یرغلګرو او ددوی غلامانو له خوا د افغانستان غیرتی ملت باندی د ۴۱ کاله را پدی خوا ناستومانه قتلونه روان دی او تاسی هم د افغانانو مړنی دوعاګانی کوۍ دتاسو دا ناروا کار د اسلامی قواعدو سره کاملآ مخالف دی ، دوعا کوه چی د خدای پاک په مدد افغان مسلمان ، غیرتی او په استقلال مین ملت… نور لوستل »

A saeed

دا خلك دير احمقان هم دي
شه ورمعلومه ده سي قصه سه ده خو دا بي وجدانه ده دالر غلامان دي .
او بل دا هغه خلك دي سي له اسلام سره الرجي هم لري
دير خراب خراب دي
الله ج
دي اول هدايت ورته وكري او كه نه نو بيا دي خبل حساب ورسره وكري
امين
ده طاليب خو مونز دومره قرضداره يو سي ادا كول ي زمونز له وسه بورته ده
بس الله ج
دي اجرونه وركي .امين

غ.حضرت

د یو وولس دوست او خوږمن او با احساس ډاکټر ( غروال صاحب ) غوندی شخص په وړاندی ګوستأخی او زیږ غبرګون به د افغانی او انسانی عرف خلاف کړنه وی.

دوکتور غروال

محترم غ۰حضرت صاحب سلامونه ، د تاسو محترم د نیکو ټکیو څخه جهان مننه ، اوس داسی انارشی راغلی دی چی د مونږ او تاسو با همته پلرونو ، نیکونو او غور نیکونو صادقانه او واقعی اسلامیت او د ملت او خاوری سره مینه د ظالمو اجنبیانو او د دوی تربیه شوو غلامانو له لاسه نړۍ ته ډیر سپک شوی دی حتی اوس اسلام مبارک دین ته دداسی عناصرو له خوا جهان د تروریستی په سترګه ګوری اودا اسلامی او افغانی خیانت د واتیکان ملایانو لپاره د اختر ورځ دی ، دی کسانو نه یوازی چی غیرتی ملت ئي دا… نور لوستل »

پتنګ

یاره حضرت جانه چې خپه نشي ټوکې به کوو ، که ته او غروال ښځه او میړه وی نو څه ښه وخت به مو له محبته خوږ او ډک تیرېده ! هغه به سوبکې درکولې او تابه سبزي شوروا !!

عبدالله

دا ستاسو د ادبیاتو او اخلاقو نمونی بیا د یو شه مسلمان دعوه هم کوی! شرم په کار دی. چی منطق نه لری نو دی ویلو ته سه ضرورت دی؟

احمد

د شفیع اعظم صاحب لیکنه ښکلی او په زړه پوری ده خو لاندی په نامه د دکتور غروال خبری نظر دومره کمزوری او خپل سری دی ما تری دا وپتیله چی دی داکتر غروال نه بلکه نوموړی داکتر غرت وال دی ځکه دی کومی خبری چی کوی له واقیعتونو نه سل سلنه لری او بیهوده دی خفه پدی شوم چی یو داکتر دی څنګه دومره کمزوری نظر ولری خو ورسته ښکاره شو چی سړی داکتر ندی او که چرته بیا هم داکتر وی نو داکتر غرت وال دی هسی غرتی یی ویشتی او خپله دکتورا یی غرتو کی اخیستی ده

دوکتور غروال

احمده ، لکه چی وائي ً واقعیت تلخ است ام بری شرینی دارد ٍ دا چی تاسی او دتاسی په شان داسی د چیغو لپاره تربیه شوی یاستۍ چی د پنجابیو ملایانو تخریبکاره روزنی له کبله واقعیتونه حتی د اسلام مبارک دین تر شعار لاندی تر پښو لاندی کوۍ ، تاسی اول ددوکتورا مفهوم سره بلدیت نلرۍ او نه ددی استعداد لرۍ اونه ددوکتور اهمیت اوقدر درک کولای شی ځکه د تاسی په شان کسان خپلو بادارانو له خوا د لوړو تحصیلاتو حتی د مکتبونو پر ضد تربیه شوی یاستۍ! دا چی تاسی د طوطی په شان روزل شوی خوشی… نور لوستل »

غوربندي

غروال صاحب په دې کې شک نشته چې تاسو به دکتورا لری،، خو دکتورا د علم يا هوښياری معيار نشي کېدای،، نقد مثال يې غلام او وحشي اشرف غني دی چې په ديني، ملي او سياسي لحاظ مطلق جاهل بلکه يو په څلورو روان دی. له اشرف غني سره هم ستاسو مشترک مخرج ملګري ملتونو کې دنده ده. ما تاسو ته ځکه د فزيک د قانون مطابق د فوق العاده خواری خبره کړې وه چې د احمدصاحب په اصطلاح مو لاندې غرته ويشتې وه چې: “امريکايانو د طالبانو په فوق العاده مرستې سره افغانستان اشغال کړ” له پرديپال دکتور څخه… نور لوستل »

پتنګ

غروال ماما روزګار کیفي دی ته اوس په وین کې هم هغه خپلې سړې دوریجو سومبکې خورې او څه دې ندي زدکړي ! !!

غ.حضرت

تر کلکو کلکو سلامونو وروسته! زه وړوکی کس یو وړکی وړاندیز لرم: د اورېدو څخه، زه یو افغان یم یو پښتون یم او یو کنداری یم خو نیشنلیسټی او سمتی او تباری تفوُق ته هیڅ عقیده نلرم، څرنګه چی د وطن او تبار او سیمی او ژبی انتخاب زما په اراده کی نه ؤ او نه دی نو طبیعتاً او فطرتاً تر ټاکلی او معقولی اندازې پوری د خپل وطن او خلګو سره ډېره مینه لرم نظر نورو وطنونو ته ضمناً هر صالح انسان باید دې اصولو ته د ایمان او وجدان په سیوری کی کلک متعهد او وفادار وی… نور لوستل »

غوربندي

غ حضرت صاحب وړانديز مو د قدر وړ دی! اما په همدې پاڼه کې مشر او دروند الحاج استاد بيانزی صاحب سپينې او له رياء خالي داسې تبصرې ليکي چې د کشرانو لپاره د ژوند سرمشق دي،، د هغوی د تبصرو په ځواب کې غمی او پښتين او اجمل او عبدالله و غيره وغيره په داسې ادبياتو بې ربطه او احمقانه جوابونه ليکي چې په هيڅ چوکاټ کې نه ځاييژي،، تاسو نه تنها دې بوده ګانو ته نصيحت نه دی کړی بلکه په ضمني ډول مو په شا ټپولي. ستاسو او غروال مشترک مخرج له طالبانو کرامو سره دښمني ده،،ځکه… نور لوستل »

عبدالله

تاسو سنگه دحق او اسلامی اخلاقو دعوه کوی، یوار مهربانی وکری خپل ادبیات وگوری ایا یو ریشتونی مسلمان بل مسلمان ته داسی الفاظ کاروی. شرم په کار دی، د اسلامی دعوت اصول زده کری. نور موژ سه ویلی فقط دا وایو چی مسجد کی بی گناه خلگ مه وژنی، پل پلچک سرک مه ورانوی، شفاخانه او مکتب مه سوزی ایا دی ویلو سره زه یا اجمل یا سوک کافر کیژو. که خبره د اشغال وی موژ یی منو، که خبره د حکومت د ظلم وی او دغلامی هم یی موژ منو خو داسی چی طالب هم سپینه کوتره نه ده… نور لوستل »

الحاج استاد بیانزی

غوربندی صاحب! تاسی چه زمونږ یادونه او ستاینه کړی سره د دی چه مونږ کی ستاسی د یادونو څه نشته بیا هم مننه کوو الله ج دی هغه وړتیا او پیاوړتیا راپه برخه کړی دا چه ستاسی په شان مسلمانو ورونو په ډله کی شمیرل شوی یم شکرګذاره یم

پتنګ

خو که څوک اخلاقي شیڅو پریني ولري باید ور په ګوته شي !

احمد

ړاکتره زه د علمی درجو او رتبو سره ښه بلد یم دکتورا ړګری هم پیژنم ماستری هم پیژنم لسانس هم پیزنم او پردی لاسپوڅی هم نه یم په دی دوو جهادونو کی عملا همکار پاتی شوی یم په دی افتخار کوم او دپردو په میخ زنګیدونکو ته مرګ وایم وطن پلورونکو ته مرګ وایم امریکایی طبیعت خلکو نه بیزاره یم د ملک امن او ابادی ته والله تر هر چا ړیر لیواله یم ه خو د ازاد او خپلواکه نظام نه د بردو پلاس جوړشوی نظام لکه په کابل چی اوس حاکم دی په فزیک کی دوکتورا ماستری نلرم خو… نور لوستل »

الحاج استاد بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو ، د وروری یو څو خبرو ته مو پام رااړوم : لمړی : دری مهم اصطلاحات درته تعریفووم. الف: مفاهمه: هغوی چه یو لید لوری او د یوی لیاری یا یو طرز تفکر خاوندان وی په کوچنی شیانو کی سره اختلاف نظر لری هغه د مفاهمو له مخی حلوی. ب: مناظره: هغوی چه جلا لید لوری لری ( باخدا او لاخدا )، دوی هم کولای شی د حسنه اخلاقو په چوپړ یا چاپیریال کی یو له بله سره داسی مناظره ولری چه دواړه اړخونه به د یو بل دلایل بیطرفانه څیړی او ارزونه به یی کوی دا… نور لوستل »

عبدالله

بیانزی صاحب کورودان، شه خبرو ته مو اشاره وکره خو هغوی چی د طالب پر خوا دی او تول کرنو ته یی حق وایی ایا ددوی سره دلیل ویل ناروا کاردی؟ ایا سری په منافق کیزی؟ ایا په کافر کیژی؟ که په منطق ویلو د کفارو غلامان گرزی؟ تاسو وگوری هغوی چی په مسجد کی زانمرگی کوی یا هم د سو عسکرو لپاره لسهاوو عام بی گناه شهیدوی ایا دا د اسلام له زاویی حلال یا جهاد دی؟ کله چی دغه ته ورته مسایلو اروند شرعی استناد وغوارو دوی شکنزل کوی، تهمت لگوی، کله درته غلام کله درته دالر خور… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط که سړی الله سبحان وتعالی حاضر او ناظر وګڼي ، فردي ، قبيلوي ، قومي او منطقوي رجحاناتو ته شا کړي. شخصي بغض او حب بالکل له پامه و غورځوي ، نو واقعيت دادی چي ښاغلي شفيع اعظم صاحب هر څه پرځای ليکلي دي. محترم غروال صاحب ته بايد په ګوته او څرګنده کړم. تر څو چي مسلمانان د جهاد په فريضه پوري نښتي وي ، ترهغه به ورته د تروريسټ ، ترهګر او دهشتګر په نوم سره ياديږي . ته وګوره په برما ، هند او چين کي په مسلمانانو څه نه دي ،… نور لوستل »

دوکتور غروال

محترم فدامحمد نومیر صاحب ، داچی ملت د واقعی د اشغالګرانو په مقابل کښي جهاد کړۍ او کوی ئي او ستری قربانی ورکړی او اوس هم دوام لر ی اما ددی خرڅ شوو تربیه شوو مصنوعی تنظیمونو او خرڅ شوو تهدابی تربیه شوو مصنوعی طالبانو پر نام ددوی بادارانو له خوا د ملت واقعی جهاد هم د شورویان پر ضد او هم اوس د امریکا پر ضد محدود کړۍ شو او د ملت جهاد او قربانی تر پښو لاندی شوی او پاکستان کثیف رول لپاره د امریکا له خوا پاکستان ته په ملیاردو ډالرونه ورکړی او دا جنایت اوس هم… نور لوستل »

masoom afghan

شفیع اعظم صاب! الله دې په ګوتو کې برکت واچوه،تر څو د باطل پر وړاندې د حق، وطن،اسلام دفاع پر وکړې، واقعً ځینو افغانانو تاریخي اشتباه کړې ریښتینو اتلانو ته یې د ترهګر پنجابی لقب ورکړﺉ و او د امریکا غلامانو ته د اسلام دوشمنانو ته یې د بشردوست د اتل نوم ورکړﺉ و. د ځینو مخلیصنو افغانانو په لاس چې دا امریکه الله دې زوال کندې ته وغورځووله دا څومره لویه معجزه ده. که اوس هم د ظالمانو سر نه پر خلاصیژي؛ دا نو دوۍ له هیواد سره دین سره مظلومو افغانانو سره غداري کړي. د پلار د نیکونو… نور لوستل »

,mujahid

غروال صاحب زه له نزدی څخه پیژنم د لغمان د علینګار دری دی مونږ سره د هلمند د کرنی لیسه کی همصنفی وو،هغه وخت د افغان ملتیاتو غړی ووم مونږ یی هم له بده مرغه غړیتوب درلود، دا چه دی وایی په فزیک کی می دکتوری ترلاسه کړی ناسمه ده د کرنی رشته کی فزیک نه کارول کیږی داسی معلومیږی چه نه دکتوری لری او نه یی په ملګرو ملتو کی کار کړی هلته انګلیسی ژبی ته اړه ده له پیشاوره یی د مهاجرت په دیار کی زمونږ سره یوځلی د شیرشاهی معروف ( مشهور افغان ملتی ) سره په… نور لوستل »

دوکتور غروال

مجاهد ؟ صاحب ، بلی تاسی محترمین په دروغو ، تقلب کښی خاصه تربیه لرۍ چی د پنجابی قیدانیانو ملایانو تربیی لاندی د پاکستان د سی آي ایس او د امریکا سی آي اي ( خلیلزاد مسؤلیت لاندی ) ډالرو په کومک صورت میندلۍ دی ، افغانستان ملت ته پخوا د شورویانو ګوډګیانو واقعی ملایان او طالبان ډیر محترم وو او د قدردانی په سترګو ئي ورته کتل او اوس دداسی تربیه شوو ( لکه پاکستانی ، ایرانی او امریکائی ساختګی تنظیمونو ملایان او پاکستانی امریکائی ساختګی طالبان د واقعی صادقو ملایانو او طالبانو پر ځای رامینځ ته کړی دی… نور لوستل »

مجاهد

غروال صاحب ! ستاسی د تبصری ځواب په مستقله تبصره کی لیکل شوی مراجعه ورته وکړی دلته ډیره کوچنی معلومیدله مننه

پتنګ

تف لانت په هغوی چې خپل اصل پټوي ، د خلق ، پرچم او افغان ملتیانو په وینو ککړې جامې په در واغو او سپین سترګي باندې مینځي ! هیواد خو تاسو برباد او مردار که او س هم په سپينو ستر ګو دروآغ وایې ، په نورو پسې خبرې کوۍ خو خپل جیبونه بیا په هغو امریکایې مردارو دالرو ډکوۍ ! تف تف !

عبدالله

مجاهد صاحب سلامونه،
زه داکتر صاحب غروال نه پیژنم خو تاچی لیکلی کرنی کی فزیک نه کاریژی په بخشینی سره چی خبره مو صحیح نه ده بلکی کاریژی. حتی کرنی کی د فزیک مختلفی سانگی شتون لری. دایی ثبوت:Search Results

Featured snippet from the web

Agricultural Physics discussesagricultural problems, some aspects of the environment, and water relations of plants from a physical point of view. …Agricultural Physics discussesagricultural problems, some aspects of the environment, and water relations of plants from a physical point of view.

الحاج استاذ بیانزی

عبدالله صاحب ! ستاسی خبره سمه ده مونږ باید لیکلی وی افغانستان د کرنی په تعلیمی ادارو کی د فزیک په نوم مضمون شتون نه درلود د کابل د کرنی پوهنځی کی استاد ووم. که د فزیکی علومو په اړه ووایو، هیڅ یوه ساینسی رشته نشته چه فزیک پکی شتون ونلری فزیک او کیمیا خور او ورور څنګ په حنګ یو یی ظاهری او مادی خواص متجسم او متصوروی چه د مادی اصلی رنګ او خوند په کی نه بدلیږی او کیمیا کی یی خوند او رنګ او بلاخره اولی خواص بدلیږی ، به دی اړه زیات څه لیکم. خاوره… نور لوستل »

عبدالله

بیانزی صاحب، دیر خوشحاله شوم چی تاسو علمی کدر یاست. بیانزی صاحب سه وخت چی تاسو استاد واست شاید هعه وخت به د فزیک په جدا رشته یا سانگه نه وه خو اوس د افغانستان دیر پوهنتونه دا رشته لری. زه پوره معلومات لرم. که یی تاسو د فعلی دیپارتمنو د امرینو نوم او شماره غواری کولای شم درته پیدا یی کرم. دا هغه پوهنتونه چی د فزیک سانگی لری. ننگرهار، کابل، پلتخنیک کابل، هرات، مزار کندهار، هلمند، خوست او … پوهنتونه. حتی کولای شم چی کورس ورک یی هم درته پیدا کرم. داچی تاسو کدر یاست بیا زلی احترام.… نور لوستل »

مجاهد

د کرنی فزیک رشته کی داکتر غروال صاحب سلامونه می ومنی! پشتو کی یو متل دی وایی هغه ونه چه دیری میوی لری څانګی یی ښکته رالویږی یعنی ښکته زور کوی. دغه متل په انسانی ټولنو کی داسی معنی کیږی چه څوک لوړی زده کړی ولری که څوک ورته ناسمی او له حقایقو لیری څه هم ولیکی هغه داکتر صاحب ورته د انسانی او اسلامی اخلاقو او اسلامی حکمت په چاپیریال کی ځواب ورکوی او هغه کس چه د هغه داکتر په اړه ناسمه معلومات لری او لا یی کرکی په مینه بدلوی او خپلو خبرو ته یی پام رااړوی.… نور لوستل »

مجاهد

د نن ټکی اسیا د چلوونکو ورونو څخه ډیره مننه چه زما تبصره یی تصحیح کړی

دوکتور غروال

مجاهد ؟ صاحب ، د ما په تبصرو کښي قطعآ توهین او ښکنځل وجودنلری که تاسی د قاتلینو او د اجنبیانو تربیه د خپلو شومو هدفونو لپاره توهین او یا ښکنځلو په سترګه ګورۍ اویا د تاسو مشغولیت د څو ګروپونو سره د تاسو یادی په اساس ، اما په واقعیت کښي قاتل ته باید قاتل وویل شی اوپریودلی ته باید پریودلۍ وویل شی او دمختلفو ګروپونو شمولیت شخص څخه باید کرکه وشی که تاسی محترم دداسی خلکو لپاره بله کوم مؤدبانه نومونه لرۍ نو لطفآ نوشته ئي کړه دا به د تاسو ډیره ستره همکاری وی ! د تاسو… نور لوستل »

دوکتور غروال

مجاهد ؟ صاحب لپاره ددی چی روشنای درته پیدا شی غواړم چی دا څو کرښي درته نوشته کړم : زه د رحمان بابا لیسی اولنی دولسم ټولګی فارغ کیدو څخه وروسته د څو نورو سره د اعلی نومرو په اساس د اروپا بورس راکړۍ شو او کله می چی اروپا ولیده یعنی جرمنی او اطریش چی ددوهم جنګ تامی بربادی وروسته داسی اباد شوۍ لکه چی هیڅ ددوهم جنګ کښی خسارات نه وی لیدلی نو دا وضعیت دلیدو زه ډیر غوصه کړم اوومی ویل چی ولی په افغانستان دومره ب سوادی روانه دی او ولی د مونږ ملت د روزمره… نور لوستل »

احمد

غرواله په یقین سره چی په ځواب هم نه ارزی تاسی وګوری چی مجاهد صاحب دده په هکله څه ویلی او ده ورته کوم ځواب لیکلی هغه ده په کمونست جهاد پنجاب اسخباراتی ادارو ټولو را تاو شوی او څه بی منطقه ځواب لیکنه یی کړی ته چی د دکتورا دعوه دار دومره ساده یی هغه د تا نه پیدا بی سواده به دی ځنګه وی

جميل

که څه هم چی د دی مظمون تبصری ډيری سوی خو بياهم يوڅه اضافه کول غواړم . ځينو وروڼو پر دکتورا انتقاد کړی چی ګوندی دکتورا والا بايد چټياټ ونه وايی . عقل ، فکر او شعور يوه خدايی تحفه ده په ډيپلوم ، ليسانس او يا دکتورا نسی تر لاسه کيدلای خو مرسته ورسره کولای سی ، داسی خلګ سته چی عالی تحصيلات به لری خو په ناسته او ولاړه او خپلو خبرو به هم نه پوهيږی او لکه يو بويناکه مرداری نور خلګ به ځان ځنی ټولوی ، خو بر عکس داسی خلګ هم سته چی امی او… نور لوستل »

عبدالله

نن تکی اسیا اداره دا زما تبصیری ولی نه خپروی؟ دیکی هم چم دی.

محمد اکرم خان

پنجاب پہ بلہ معنا پاکستان پہ دا جنگ کى سل پہ سلہ د امریک او ناٹو ملگرئ وئ، نورى گٹى خو ب حسابہ دى، یوازى د پاکستان جرنیلانو تہ دیارلس ارب ڈالر نغدعى سى پہ آغہ کى درے ارب ڈالر یوازى د مشرف اکاونٹ تہ ورغلے، تر 9/۱۱ لمخہ پاکستان پہ غرب کى ڈیر ترٹلئ رٹلئ وئ،لے دے باد پر پاکستان د سرو زرو آگئ اچونکى چرگہ نہ د چرگو باران شرو سوئ، خو دا باران د پشتون افغان د وینو لہ باران سرہ تڑلئ وئ، خو یادہ د وى، سى پاکستان پہ ڈیر منافقت طالب ہم پہ زانگو کى… نور لوستل »

Back to top button
43
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx