افغانستان

مشرانو جرګه: امریکا له هرې لارې د خپلو عسکرو ایستلو ته زمینه برابروي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ کېدونکي احتمالي توافق ته اندېښمن دي او په باور یې، امریکا د افغانستان د ثبات نه بلکې د خپلو عسکرو د ایستلو غم وړې.

د مشرانو جرګې مرستیال «محمد علم ایزدیار» په نننۍ ناسته کې ویلي « د سولې هغه پروسه چې د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې روانه ده، د افغانستان له سولې او ثبات سره مستقیمه اړه نه لري، بلکې امریکا یوازې غواړي د خپلو عسکرو د ایستلو لاره ولټوي.»

نوموړي زیاته کړې « که په قطر کې هر اړخیز اوربند ونشي، دا ډول سوله د افغانستان د خلګو په خیر نه ده او نور طالبانو او امریکا ته نه ښايي، د افغانستان خلګ تر دې لا هم قرباني کړي.»

د مشرانو جرګې یو بل تن غړی «رحمت الله اچکزی» وایي « طالبان د افغانستان له حکومت سره اوربند نه کوي، دا مساله اندېښمنوونکې ده او د افغانستان جګړې ته نور شدت بښي، که طالبان له امریکا سره اوربند وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو تر پيله لږ تر لږه دوې میاشتې ووزي، د بې ګناه افرادو د قربانۍ کچه به د تېرو دوولسو کلونو په پرتله په دې دوو میاشتو کې لوړه وي.»

کابل حکومت داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ اوربند ته اندېښمن دی، چې طالبان وايي، د کابل اداره په رسمیت نه پېژني او له امریکا سره تر توافق وروسته نه اوربند ورسره کوي او نه هم د یوه نظام په حیث ورسره خبرو ته کېني.

د طالبانو له قوله، له امریکایانو سره تر توافق وروسته سمدستي بین الافغاني مذاکرات پيلوي او هلته به د اوربند په اړه هم خبرې کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د مشرانو چرګه که د قارغانو او غلامو ټپوسانو جرګه؟ به اشغال شوی هیواد کی غلامی اداری ته د حکومت نوم اخستل د حکومت سپیڅلی نوم ته توهین دی به خپلواک هیواد د نورو هیوادو مشران د خپلو نظامی هډو ( باګرام) په ځای ارګ ته [ چه د ملت کور او حجره ده ] راځی برخلاف د غلامی اداری لوی غلام څو ساعته وروسته خبریږی او د ښکاری سپی په شان باګرام ته ورځّغلی او لکۍ ورته تبوی چه مونږ ستاسی په خدمت کی یو څه امر کوی. قطر کی د خپلواکو مجاهدینو سره د امریکا خبری د خوښی… نور لوستل »

A saeed

ده مشرانو جركه نه بلكي ده غلامانو او بي وجدانو جركه
ده خاينانو جركه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close