ورزش

دومره بې انصافي هم والله که په کار وي

محمدرحیم سکندر

نړیوال جام کې د راشد او سمیع الله اورونه پاتې وو، ګلبدین خپله بالېنگ وکړ او پاکستان ته یې په یو اور کې د دریو اورونو منډې ورکړې، شڼ لوبه مو بایلوده.

نایب ټول عمر کې یوازې د زمبابوې خلاف یوه لوبه ښه کړې ده، بس د تڼي مټه مو ترې جوړه ده.

مونږ لکه هند یو لک سېټ لوبغاړي نۀ لرو، چې که ډوهني نۀوي نو دانش کارتېک به وي او که ویرات کوهلي نۀوي نو راهول خو شته. مو چې د نبي، راشد په څېر الرونډران او یا اصغر غوندې کپټان ایسته کړو، څوک یې پر ځای راولو؟

ډېر ځله نایب فوم کې نۀوي او لۀ لوبډلې کېنول شوی، خو کله هم نبي او راشد دومره نۀدي خراب شوي چې پر ځای یې نایب ته د لوبېدو حق ورکړل شوی وي.

که د خیاټانو غوندې یې بدیل ته واړوې هم، نبي او راشد بدیل نۀلري.

ولس په څۀ خبر دی، ولس خو غني هم لومړی مفکر بولي، وطن یې تز پز کړ، خو بدیل یې نۀشي پیدا کولی.

ده کنه نۀده داسې؟

لۀ نایب د اصغر ایورېج هم ښۀ دی او کپټاني هم.

څۀ اړتیا وه چې حساس وخت کې نړیوال جام ته نایب کپټاني ومنله؟

داسې حال کې چې لوبډله ښه روانه وه.

ټیم کې چې تکړه لوبغاړي نۀوي در سره همغږي لوبه نۀشې ګټلی، اړتیا څۀ وه چې سړی په تاواني کپټانۍ رنډ شي.

ښۀ خبر هم وې چې تکړه لوبغاړي ستا په کپټانۍ نۀ خوښېږي.

د نبي، راشد او اصغر هغه سر او بېخ هم ملامت دي، زۀ د دوی د منافقت دفاع نۀ کوم، مګر مونږ نبي راشد او اصغر ته اړتیا لرو، په یو نایب یې رټل نۀدي په کار.

که نایب وي او یا نۀ؛ په لوبډله کوم فشار نۀشته.

که وایئ چې سبا حشمت شهیدي هم لۀ لوبډلې کېنوي، نو حشمت د اصغر کپټانۍ کې ډېر لوبېدلی، دا دلیل نۀشي کېدی.

مثلا نبي، اصغر او راشد لوبډله کې نۀشته، پر ځای یې نایب بهتر دی؟

انصاف والله که دا وایي.

تاسې د خلکو زیاتې ښکنځلې په منطق مه حسابوئ او مه د هغو لوبغاړو پر وړاندې ښکنځلو ته خوشالېږئ، هغه زمونږ د چارواکو غوندې په فساد نۀدی اول نمره شوی، بلکې ای سي سي نړیوالې ادارې لومړۍ درجه الرونډر کړی.

تاسې که د حقیقت او منطق پر ځای زیاتو ښکنځلو ته ارزښت ورکوئ نو بیا همغه پنځه زره کلن تاریخ ته ستنېږئ چې رټ سړی به هغه و چې په نۀ خبره به یې ټوپک ته منډه کوله.

حللاره یې دا ده چې په نبي، راشد او اصغر دې فشار راوړل شي چې لوبډله خپل موډ ته راولي او نایب دې پر دوی نۀ بهتروي.

نایب دې خواري وکړي که خپل فوم ته راغی بیا دې واخیستل شي.

مونږ هسې هم ښۀ اباد یو چې خدای راکړي دوه‌نیم لوبغاړي هم ورټو نو ښۀ به برباد شو.

اصلاً فساد ټول په رهبرۍ کې دی، که په کپټانۍ کې دې ښه رهبري ونۀ کړل شوه هم باید ناکامي ومنې، د بورډ رهبرۍ او د ولس همداسې.

مونږ ولې په بورډ فشار نۀ راوړو چې لوبغاړي رټو؟

بورډ د لوبغاړو په برکت بورډ دی ګنې ای سي سي به یې د زمبابوې په شان درته لغوه کړي.

راشد او نبي خو به نورو تجارتي لیګونو کې هم واخلي، خو نایب او اصغر به دې د زمبابوې لوبغاړو په شان کوڅو کې مالټې خرڅوي.

وطن سره خو تر ټولو ستر خیانت نایب وکړ چې نامناسب وخت کې کپټانۍ ته توسېدۀ.

عزت او ذلت ځکه د خدای په لاس کې دی، چې زیاتو خلکو نبي ته سپکې سپورې وویلې، خو نبي اوس هم لومړی نمبر الرونډر دی، نبي کله هم بهرنیو تجارتي لوبو کې نۀو کپټان شوی خو ستاسو د نیت کمۍ لۀ برکته بي پي اېل کې سږ کال کپټان دی، راشد او نبي ولسمشرۍ ته نۀدي کاندیدان چې که افغان ولس خوښ نۀ کړل نو بریالي به نۀشي، کومو احساساتي او بې سواده پښتنو چې نبي جان ته کنځل کړي دي، دا په نړۍ کې د نبي سلمه برخه کتونکو کې هم نۀ راځي، لۀ نادیده‌ګۍ مو جار سم.

هر څۀ کې بې انصافي نۀده په کار، تاسې هم سم وایئ چې بې اتفاقي ختم شي، خو مونږ هم تر ډېره بریده منې که بد ویلي وي.

لږ تاسې را ښۀ شئ او لږ به مونږ در وخوځېږو.

بسم الله ده

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close