افغانستان

طالبان: امریکايي ولس دې خپل چارواکي د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته مجبور کړي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، امریکایي ولس دې خپل چارواکي د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو او د عسکرو په عاجل ورغوښتلو مجبور کاندي او نه دې پرېږدي، څو میلیاردران یې په حیثیت لوبې وکړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «امریکایي ولس باید راپاڅي» تر عنوان لاندې په خپره شوې تبصره کې راغلي « امریکایي ولس چې ځان په نړیواله سطحه مهذب ګڼي؛ باید اجازه ور نه کړي چې څو تنه ملیارډران یې په برخلیک لوبې وکړي، شخصي ګټې او جګړه ییز هوس یې د امریکا لویې منافع وننګوي، حیثیت یې زیانمن کړي، نور ملتونه او ولسونه امریکایي ولس ته وپاروي او امریکایي اتباعو ته دنړۍ هر شخص او سیمه په دښمن بدله کړي!!»

تبصره وړاندې زیاتوي « امریکایي ولس نور باید له خوبه راپاڅي، افغانستان کې د امریکایي عسکرو شتون وغندي او پر ضد یې اواز پورته کړي، له افغانستانه دامریکایي پوځیانو د عاجل وربللو جدي غوښتنه وکړي او چارواکي مجبور کړي چې ژر تر ژره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل ملت ته د افغانستان د جګړې حساب ورکړي.»

طالبان داسې مهال له امریکايي ولس د وېښتیا هیله لري، چې له امریکایي جهت سره یې د سولې د خبرو بهیر بیا ځل روان شوی او دا ځل ډېره تمه ده، دواړه لوري د یوه توافق په لاسلیک کولو سره د امریکایي عسکرو وتلو ته زمینه برابره کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هو، د قانونی استثمار لاندی امریکایی مظلوم ولس ته د طالب مجاهدینو دا ښه وړاندیز او ښه سپارښتنه ده چه د حریصو استثمارګرو بیلونرانو او وحشی سرمایدارانو ماسونیستانو په ضد هر اړخیز پاڅون وکړی هم له امریکایی مظلوم ولسونه او هم له نور مظلوم بشریت د دغو وحشی ځناورو له استثمارولو او استعمارولو وژغوری . مونږ او امریکایی ولسونه یو شان د هغو څو وحشی بیلونرانو د استثمار او غلامی لاندی یو توپیر مو سره دا چه مونږ د برچی په زور یا زر او تزویر او امریکایی ولسونه قانونی استثماروی . په دی باید کتابونه ولیکل شی او د… نور لوستل »

مجاهد

په دی اړه د ډیرو څه لیکلو اړه او ځای شته یوه یی همدا چه : طالب مشران باید له دی ډول لیکنو خودداری وکړی د نړیوال یهودی استعمار میدیا او د کابل غلامان تری داسی تعبیر کوی او د میدیا ماشینونه فعالوی چه ګوندی طالبان په جنګ کی مورال بایللی یا څه ناڅه کمزوری شوی د امریکا حکومت روغی جوړی ته د مجبورولو د پاره امریکاییی ولسونو ته چاپلوسی کوی چه خپل حکومت د طالبانو سره روغی جوړی ته اړباسی او د امریکا حکومت به هم دا فکر وکړی او بیا به د کابل د غلامی اداری سره تاسی… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

امریکایی ولس غیر له امریکایی رسنیو څخه بل څه نه اوری، او نه یی منی. کشکی د طالبانو دغه پیشنهاد په امریکایی رسنیو کی نشر اوخپور سی.

جميل

طالبانو ښه او معقول وړانديز کړیدی څو امريکائی ولس د خپل دولت پر ضد وهڅوی او د عسکرو ايستلو ته ئی اړ کړی ، خو امريکايی ولس د بګی(ګاډی) هغه آس ته ورته دی چی د سترګو دواړه اړخونه يی پټ وی او شاوخوا نسی ليدلای .
امريکايی ولس يوازی خپله ميډيا ګوری ، هغه ميډيا چی يوازی امريکايی مليارډران يی چلوی او دولت هم پوره لاس پکښی لری چی تصميم نيونکی دولتيان يی هم مليارډران دی چی يوازی او يوازی خپلی او د خپلی پارټی ګټی سنجوی او د خپل استثمار سوی ولس پروا نلری .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close