د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون پخوانی مشر په امريکا کې په مالي غلا او جعلکارۍ محکوم شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون پخوانی مشر احمد يوسف نورستاني د امريکا يوې فدرالي محکمې له لوري له عامو خلکو د پيسو په غلا  او جعلکارۍ محکوم شوی دی.

د امريکا عدليې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ټاکنو خپلواک کميسيون پخوانی مشر او د مشرانو جرګې برحاله غړی احمد يوسف نورستاني د کليفورنيا په يوې محکمې کې منلې، چې د يوې خیريه ټولنې لپاره د پسنې ټولولو پر مهال يې درواغ ويلي او په جعلکارۍ يې له خلکو سل زره ډالره مرستې راټولې کړي.

نوموړي محکمې ته د توضيحاتو ورکولو پر مهال دا هم منلې، چې د خیريه ټولنې لپاره يې د سفرونو، هوټل استوګنې او ورته نورو چارو په اړه بار بار درواغ ويلي دي.

د امريکا عدليې وزارت ويلي، د يوسف نورستاني پر خلاف څېړنو کې افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» هم مرسته کړې ده.

په کابل کې د امريکا سفارت د يوسف نورستاني پر خلاف د دوسيې رسمي کولو پخلی کړی دی.

د امريکا سفارت په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، یوسف نورستانی به د ۲۰۲۰ کال د مارچ په نهمه نېټه محکمې ته حاضريږي او نوموړی د سل زرو امريکايي ډالرو د غلا او جعلکارۍ له امله په لس کاله بند او ۲۵۰ ډالره نغدې جريمې محکوم شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

داغله باید په امریکا کی محاکمه سی. د افغانستان په قضا کی د نورستانی په ډول ټوله غله دی. نو د مجریمینو محاکمه محال ده. د نورو غلو د محاکمی په انتظار.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر، اوسنی جنګ همدا دا ډالرو او د کلدارو ګټلو لپاره دی.انشالله ټول به الله ج رسوا کوی، هم د کلدارو خوړونکی(طالیبان) هم د ډالر خوړونکی دولتی کارکوونکی، یوازی عام ولس به سپین مخ جنت ته راوان وی،او دا شعرونه به زمزمه کوی، وچه ډوډی می په خوب کی نه لیدله. پردی حلوا می کله کله په خوند کتله، زما ماشوم به له لوږی تندی ژړل. د سیاستمدار زامنو به کرت غواړی خوړل، د جنګسالار زامن به لندن او لاهور کی ګرځیدل، زما زامن په سټی کنډو کی د لوږی مړه کیدل، چابه راپوری تړل غټ غټ ماینونه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

داسی څوک سته چی پدی غلام دولت کی يو څوک راوښيی چی پلانی صادق دی ؟؟؟؟؟

عبدالله
میلمه
عبدالله

بلی، داسی پکشی پیژنم چی واقعا خادمین دی البته په تیته رتبه مامورینو کی، پاته شول لور رتبه دهغو خو نوم مه راته اخلی. یو تعداد یی کاش
یوازی غله وای خو لوی زانیان او شرابخوره دی.
همدی ترتیب طالبانو کی، دوی خو زانیان دیر کم دی خو بی علمه ده سر نه خلاصوی د بل په بی زایه اشاره خپل خلگ قتلوی، کاش دوی کفر قتلولای. د یو کافر لپاره په لسهاوو خپل مسلمانان شهیدوی چی په هیخ دین نه دی روا.

جميل
میلمه
جميل

عبدالله ! که له تاسو څخه وپوښتل سی چی په مشرک ، يهود او نصاراو کی تر ټولو بد خلګ راوښياست ، تاسی به حتماََ زمونږ دينی او د حق علماء کرام هم ورسره ضميمه کوی او سربيره پر دی به د زنا تهمت هم پر کوی . د خدايه وبيريږی دا دنيا ابدی نده ، زمونږ خالق منتقم هم دی ، دا هر څه چی ليکی کرام الکاتبين يی هم ليکی ، که د دين څخه اووښتی هم ياست د خپلو افغانانو څخه يو څه حيا وکړی ، او که د افغانيت او پښتونولی څخه هم منکره ياست انسانيت… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د غلو په نړۍ کی قوانین بل ډول دی، د غلو څخه د غلا مجازات فقط لس کاله زندان وی
خو
د مظلومانو څخه د غلا مجازات فقط لس دقیقې تعلیقی زندان وی.