د سولې د ټینګښت یوه عملي هڅه

نن ټکی اسيا سرليکنه

د ان بي سي امريكايي تلويزون په حواله ولس مشر ټرمپ راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د څلور زره امريکايي عسکرو د ايستلو پرېکړه اعلانوي.

که چیري د دغو عسکرو ایستل د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتې پروسې برخه او یا په هغه پوري تړاو ولري ښايي دا په افغانستان کې د جګړې د خاتمې لپاره یوه تر ټولوغوره عملي هڅه وګڼل شي؛ ځکه مذاکراتي پروسه چې له پیله یې تر اوسه پوره یوکال وخت نیولی تر هرڅه وړاندې د جګړې د پایته رسولو لپاره دغه ډول یوه عملي اقدام ته اړتیا لري.

که واشنګټن د داسې اقدام په تر سره کولو کې پیشقدمې وکړي دا به د مذاکراتي پروسې په ترڅ کې د تاوتریخوالي او جګړې په کنټرول کې لومړنی تطبیقي ګام وي چې د جګړه پیلوونکو لوري (امریکا) لخوا اخیستل کیږي.

ځکه جګړه د بهرنیانو له راتګ سره پیل شوې ، په څومره اندازه چې هغوی برګشت کوي په هغه اندازه په افغانستان کې ورسره جګړه ییز موارد کمیږي.

په دې کې شک نشته چې د بهرنیو قواوو د شتون ترڅنګ په افغانستان کې د جګړې عوامل نورهم شته دي ، خو بهرنی اشغال په هغو ټولو کې محوري رول لري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له ۱۸ کلن شتون سره د جګړې تشدید او نا امني زیاتیدل دا هرچا ته ثابته وي چې بهرنی شتون د افغانستان د بي ثباتي لامل دی.

که امریکايي لوری په ریښتیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن وي نو د مذاکراتي پروسې د بي ځایه غزولو او ناموجهو پلمو لټولو په ځای باید دغسي عملي اقدامات غوره کړي.

عملي اقدامات د سولې عملي جانب ځواکمنوي او پر مذاکراتي پروسې د خلګو باور راولي.

لهذا که په مجموع کې د افغانستان د جګړې ښکیل اړخونه د سولې د تحکیم په برخه کې د بيځایه تشریفاتي هلو ځلو پرځای خپلې هڅې د سولې پر عملي اړخ متمرکزې کړي ښايي سوله ییز افغانستان ته د رسیدو لپاره دا تر ټولو لنډه لاره وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
کله چه امریکا د څلورو زرو عسکرو وتلو اعلان وکړی،نو مقابل کی باید طالیبان هم ظلم،تشډد،وحشت دهشت نیمایی کچه څخه ډیر کم کړی.
او همدرنګه له خپلو لیکو څخه بهرنی جنګیالی ،لکه ازبک،چیچینیان،پنجابیان،یغوریان،عربان هم رخصت او خپلو کورونو ته ولیږی
روسیه او یا اسراییلو ته یی سوق کړی،

اجمل
میلمه
اجمل

طالبان اوس غواړی چی یو عملیات د امریکایی عسکرو پر ضد وکړی چی یو دوه کسه امریکایان ووژل شی تر څو دا د عسکرو وتنه لغو شی. ګوری به یی. همدا طالبان دی چی سبب د دی شوی چی امریکایان دلته پاتی شی.