څنګه او ولې مطالعه وکړو؟

سبحان الله صارم

ډېری کسان شکایت کوي، چې مطالعه کوم خو څه شی مې په ذهن کې نه پاتیګیږی، حافظه مې کمزورې ده، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لرم او یا هم وخت نه لرم چې مطالعه وکړم، زه فکر کوم دا یوازې بهانې دي، چې له مطالعې څخه ځان خلاص کړو.

د ارواپوهانو په اند، درې ډوله ذهنونه شته:
۱– کمزوری
۲- متوسط
۳- قوي
خو انسان کولای شي، چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب مقدار لوړ کړي، یعنې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط، متوسط په قوي ذهن بدلېږي.

نو سړی ویلای شې، چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او قوي حافظه وجود نه لري، یوازې هغه حافظې قوي او ښه کار ورکوي، چې روزل شوې وي.

مطالعه څنګه او څه وخت وکړو؟

۱ – باید په چوکۍ کې کښېنو، ژېړه روښنایې وې او کتاب له سترګو څخه ۳۰-۴۰ سانتي متر پورې لیري ونیول شې.

۲- د مطالعې پر مهال مهم ټکي باید یاداښت کړل شې.

۳- مهمو ټکو او عباراتو ته په ذهن کې تصویرونه جوړشي.

۴- مطالعه باید په مجلس کې ونه شي.

۵- د مطالعې او موسیقي اورېدل باید یو ځای و نه شي. او موسیقي حرامه ده باید قطعاً وانه ورېدل شي.

۶- په آرام محیط کې مطالعه وشي.

۷- مطالعه یوازې د امتحان په شپه نه بلکې هره ورځ باید وشي، چې ذهن یې په کراره – کراره سره قبوله
کړي.

۸- د خوراک په وخت کې مطالعه و نه شي.

۹- د خوب په ځای کې مطالعه ونه شي.

۱۰- د وسواس او اضظراب په حالت کې مطالعه ونه شي.

هغه کومې لارې دي، چې په عملي کولو سره یې په دې توانېدلای شو، چې له مطالعې څخه ښه جذب وکړو:

۱- د مطالعې لپاره باید لومړی ذهناً او جسماً آماده واوسو.

۲- د زده کړې او یا مطالعې د جذب لپاره باید یوه انګېزه وجود ولري، یعنې دا راته په ثبوت رسېدلې وي، چې دا زده کړه بې ګټې نه ده.

۳- د لیکوال، کتاب او محتوا پېژندنه.

۴ د مطالعې په هکله له خپلو شته تجربو څخه استفاده کول.

۵- له ځان څخه سوالونه کول

۶- په اخري کې له ځان څخه امتحان اخیستل.

۷- د کتاب خلاصه په خپلو کلماتو کې لیکل.

زموږ سویې ولې ټیټې یا ورځ تر بلې ټيټېږي؟

۱ – د مسلکې استادانو نشتون.

۲- په کورنۍ کې فرهنګي فقر: (د کتابتون، اخبار، مجلې، راډیو او تلوېزیون نشتون)

۳- کمزوری اقتصاد.

۴- د کورنۍ د غړو ډېرښت.

۵- د کورنۍ د غړو ناسمه رویه د زده کوونکو او محصلینو سره.

۶- په صنف کې درس ته نه توجه او نوټ نه اخیستل.

که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ:

۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي

۲- پر ځان او نفس به باور نه لري

۳- تکراري خبرې به کوي

۴- د لغتونو زېرمه به یې کمه وي

۵- له ډار او بې باورۍ سره به ژوند کوي

۶- ذهني وړتیا به نه لري

۷- له عقلې اړخه به کمزوري وي

۸- پر خپل خبرو به باور نه لري

۹- د نورو خبرو ته به په غوږ نیولو نه پوهیږي

۱۰- د دروغو او رښتیا ترمنځ به توپیر نشي کولی

۱۱- د خلکو په ځانګړنو به نه پوهیږي

۱۲- په اسانۍ به څه نشي زده کولی

۱۳- د ژوند په پرېکړو به نه پوهیږي

۱۴- پخپله ګټه او تاوان به نه پوهیږي

۱۵- په سیاست او نور روان ژوند به نه پوهیږي

۱۶-په مجلس کې به خبرې نشي کولی

۱۷- په مشوره اخېستلو به نه پوهیږي

۱۸- ژوند به یې ګډوډ وي

۱۹- ښه ملګري به نشي پیدا کولی

۲۰- سرګردان به وي

۲۱- ژر به غوسه کیږي

۲۲-له خپل او د نورو له حقوقو به خبر نه وي

۲۳- له فکري او شخصي پوهې به لرې وي

۲۴- په هر ځای کې به له اجازې پرته خبرې کوي

۲۵- نورو خلکو ته به ژر ښکنځلې کوي

۲۶- د پوهې او نا پوهۍ تر منځ به توپیر نشي کولی

۲۷- د ژوند په نزاکتونو به نه پوهیږي

۲۸- ورځنۍ چارې به یې بې نظمه وي

۲۹- حافظه به یې کمزورې وي

۳۰- د پوهې کچه به یې کمه وي

۳۱- بې جُراته به وي

۳۲- په ډېره وړه خبره به وار خطا وي

۳۳- ژر به د نورو خلکو تر اغېز لاندې راځي

مطالعه دانسان په ژوند کى ډيرى زياتى ګټې او فايدى لرى، دانسان په علم کى زياتوالى راولي.

يو عالم وايي چى له شل کاله تجربې نه يو کال منظمه مطالعه بهتره ،مفىده،اوګټوره ده.

په مطالعې سره انسان دوخت له ضايع کيدو څخه ژغورل کيږي.

په مطالعى سره دنړى له تاريخ څخه خبريږو.

ښه کتاب يوه ښه ملګرى دى هيڅکله مو تنها نه پريږدي.

په مطالعى سره مو ذهن انکشاف کوى اوحافظه مو قوى او غښتلې کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د