د لغمان قهرلېدلو لاريونوالو د کابل جلال اباد لويه لاره د اعتراض په توګه تړلې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د لغمان قهرېدلو خلکو د ګډو عسکرو له لوري په لغمان ولایت کې د ملکيانو د وژنې په غبرګون کې مظاهره پيل کړې او د لغمان «دوه سرکې» سره يې د کابل جلال اباد لويه لاره د اعتراض په ډول تړلې ده.

ګډو عسکرو تېره شپه د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ په فرمانخېلو کلي کې د ملکيانو پر کور چاپه وهلې، چې پر مهال يې د يوه زده کوونکي سربېره درې ملکيان وژل شوي دي.

مظاهره چيانو د ګډو عسکرو په عملياتو کې د وژل شوي زده کوونکي انځورونه هم پورته کړي

مظاهره چيان وايي، ګډو عسکرو د يوه زده کوونکي سربېره درې ملکيان وژلي او فرمانخېلو کلي کې يې د خلکو کورونه په بمونو الوځولي دي.

د لغمان ولايت چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې صفر۱، صفر۲ او صفر۳ ځانګړې قطعې د بهرنيو پوځيانو په ملتيا نږدې هره شپه د هېواد په ګڼو سيمو کې د خلکو پر کورونو چاپې وهي، ملکيان وژني، کلينيکونه او جوماتونه ويجاړوي، خو د ناټو او امريکا سربېره ګډ حکومت تر اوسه هم دا نه مني، چې په دې عملياتو کې ملکيان په نښه کيږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولي «يوناما» د بشري حقونو بنسټ او د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ وايي، د دغو عملياتو ډېری قربانيان ملکي وګړي او د جګړې له ښکېلو غاړو يې د ملکيانو د خونديتوب غوښتنه کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د