هرات کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د مخامخ نښتې پر مهال دوه امريکايي عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، امريکايي عسکرو وړمه شپه د پښتون زرغون ولسوالۍ په مارو بازار سيمه کې د دوی د جنګياليو پر مرکز چاپه ووهله، چې پر مهال يې دوه امريکايي عسکر ووژل شول او چاپه يې له ناکامۍ سره مخ شوه.

د ښاغلي احمدي په وينا له دغو عملياتو وروسته امريکايي الوتکو په سيمه کې بمبار هم کړی، خو چا ته په کې زيان نه دی اوښتی.

بهرنيو پوځيانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم طالبانو د کابل شمال کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پر  بګرام پوځي اډې له موټربم وروسته ډله ييز برید کړی و، چې نږدې ديارلس ساعته يې دوام وکړ.

طالبانو ويلي و، په دغو عملياتو کې يې لسګونو امريکايي او ناټو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسی خبرونه خورا خوندور دی ، د موئن ، ميړنی او اصيل افغان زړه په يخيږی ، خو د منافق ، بيغيرته او بګيل غلام افغان لپاره داسی خار او مرچک دی چی زړه او ک… يی په سوځی .

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ډېر مي زړه په دغو د بې ګناه ولسي او بې دفاع خلکو په وژونکو يرغلګرو يخ او خوشاله سو . کاشکي طالبانو کرامو داسي يوه طريقه پرلاره اچولې وای، چي د افغانانو څخه ګوښه ګرځېدلای او يوازي يې بهرني اشغالګران په نخښه کولای. خو افسوس چي افغان پوځ، پوليس او نور د مادياتو په مقابل کي امريکايي اشغالګران خپل او طالبان پردي ګڼي او د امريکايانو وسلې يې په طالبانو پسي اخيستي او د اشغالګرو سره يوځای طالبان او زيات وختونه بې ګناه ماشومان، ښځي، بوډاګان او نور پرله پسې وژني ! او طالبان اړباسي چي د دوی سره… نور لوستل »