شعـــــرونه

غزل؛ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

اوس مې هم يو لاس كې توره بل كې ډال دى
دا مې فن دا مې هنر دا مې كمال دى

له فطرته مې نفرت له غلا مۍ دى
ما په سرو وينو ګټلى استقلا ل دى

پرما پاتې ځواب ځكه دچا نشته
ما حل كړى دهر چا پېچلی سوال دى

لا مې غشي دغليم په ټټ خښ دي
ما مات كړى د هرعصرهر دجال دى

ډېر سرمسته مې له زوره غورځولي
ورشه ويي كړه پوښتنه څه يې حال دى

له جهاد اوله جنګونوستړي نه يو
له پخوانه مو كلك عزم لوړ مورال دى

پر اُفقو پورته شوې بيا سپېدې دي
د تورتم زړه كې بل كړى مو مشال دى

(عرفاني) چا چې زمونږه سيالي كړې
اوس په حال د تنزل او د زوال دى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x