
راځئ له دې ګټې تېر شو
حامد افغان
مشهور تابعي ابن محیریز رحمه الله “دابق” ښار کې دکان ته ننوت، ځان ته یې جامه اخیستله، یوه سړي دکاندار ته وویل: دا ابن محیریز دی، سودا په ښه بیه ورکړه. په دې خبره ابن محیریز غوسه شو او له دکانه ووت. سړي ته یې وویل: موږ خلکو نه شیان پخپلو پیسو اخلو، پخپل دین یې نه ورنه اخلو. مختصر تاريخ دمشق لابن عساكر (٤/٣٨٩)
د یوه عالم په اړه مې چرته لیدلي و چې هغه به له یوه دکاندار نه سامان یا له یوه نانوایي نه ډوډۍ نه اخيستله، هغه به ویل: ځکه هغه سره مې بیا پېژندګلوي راځي او هغه به مینه راسره کوي نو په دین او دینداري به ګټه ترلاسه کوم.
امام مالک رحمه الله ته یې شاګرد وویل: ټیټ خلک څوک دي؟ ول هغه چې په دین ګټه کوي او خوري یې، بیا یې ورته وویل: تر دوی لا ټیټ څوک دي؟ ول هغه چې په دین ګټه کوي او په نورو یې خوري. الاداب الشرعیة لابن المفلح الحنبلي
بشر بن الحارث رحمه الله وایي: سړی دې داسې ځای کې حدیث نه بیانوي چې هلته یې د کومې دنیوي ګټې ترلاسه کولو نیت وي. او نه دې د دنیا مجلس کې د علم یادونه کوي. زموږ ځینې استادانو د دنیا لپاره عام ترلاسه کړی وو؛ هغوی شرمنده شول. ځینې نورو بیا علم خپل ځای کې وکاروه او عمل یې پرې وکړ؛ نو هغوی خوندي پاتي شول او خلکو ته یې ګته ورسيدله. شعب الإيمان للبیهقي (2/296)
موجوده وخت کې هم داسې خلک شته چې دکاندار وغيره ته د وایي: زه د مدرسې طالب یم، یا مدرس او ملا امام یم، سودا کې ګذاره راسره وکړه، دا چلند سم نه دی، دا د دین او دینداري په نوم ګټه ده او دا ناسم کار دی. د دکاندارانو له مخه دې حیا وي له موجوده چالاکې زمانې نه په دې خبرو ګټه هم سخته ترلاسه کېدلی شي. نور راځئ له دې ناچیزه ګټې تېر شو.
حامد افغان