افغانستان

روسیه: تیار یو د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق څارنه وکړو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر  ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک کېدونکی توافق ورته ارزښتمن دی او دوی تیار دي په مراسمو کې یې برخه واخلي.

ټاس خبري اژانس د «کابلوف» له قوله لیکلي، چې طالبان او امریکایان په دې سلا دي، چې د روسیې په ګډون یو شمېر هیوادونه باید د دواړو لورو تر منځ د توافق له لاسلیک څارنه وکړي او مسکو دې ګام ته تیار د.

نوموړي زیاته کړې « دا مهال په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې روانې دي او د توافق د لاسلیک کېدلو لپاره د ځمکنیو شرایطو د برابرولو په اړه بحث کېږي، موږ ددې خبرو له بریا سره علاقه لرو.»

د کابلوف په قول، د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو بریا دوی او د هغوی تر منځ د توافق د لاسلیک په مراسمو کې شتون ورته ارزښتمن برېښي؛ ځکه ګډون پکې کوي.

روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق څار ته لېوالتیا ښيي، چې د یادو دواړو لورو تر منځ  په تېره سپتمبر میاشت کې درېدلې خبرې یو ځل بیا په دوحه کې روانې شوې او دا ځل تر ډېره داسې تمې شته، چې ښایي پیل شوي مذاکرات پر یوه توافق ور تم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوسنی روسان تر پلورنو یی هم بی بی غیرته او بی همته دی . روسان چه افغانستان اشغال کړی وو امریکایانو به نره او علنی ډول د افغان مجاهدینو هر آړخیز ملاتړ کولو. تر دی جه روسان مات او ټولی مستعمری یی په یو ځل له لاسه ورکړی او حتی نوم او نشان یی په روسیه کی هم بدل شو لکه څوک چه عبدالله ته بابو الله او یا د کوم جولا نوم کیږدی. څرخ واوښت د روسانو د برخه لیک سره کت مټ امریکایان مخامخ او زمونږ هیواد یی اشغال کړو ( وایی ځنګل له زمرو خالی نه وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x