افغانستان

افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن عسکر ځانوژنه کړې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل):  د اسټرالیا هیواد هغه کمانډو عسکر، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال په جنګي جرم تورن شوی وو؛ ځانوژنه کړې.

د «اې بي سي نیوز» د راپور له مخې « کوین فراسټ» یو له هغو سلګونو عسکرو څخه دی، چې تر ماموریت وروسته ځان وژنه کوي.

ویل کېږي، نوموړي په «۲۰۱۶» میلادي کال کې اعتراف کړی وو، چې له خپلو عسکرو ملګرو سره یې د یو افغان بندي تر وژلو وروسته د هغه د قتل په پټ ساتلو کې مرسته کړې وه.

راپور وړاندې د فراسټ د کورنۍ له قوله لیکلي، چې نوموړی تېره هفته له خپله کوره نادرکه شو؛ خو وروسته یې جسد په داسې حالت کې وموندل شو، چې په دردوونکي ډول یې خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی وو.

د کوین فراسټ د ځان وژنې خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د اسټرالیا هیواد لومړی وزیر وایي، د عسکرو د ځان وژنو د کچې د راټيټولو په موخه یو ځانګړی کمېسیون ته د څېړنو دنده ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x