روغتیا

له وینې ورکولو وړاندې دغه ټکي په پام کې ونیسئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وینه ورکول کوم زیانمن کار نه بلکې یوه ښیګڼه ده چې د انسان روغتیا لپاره هم ګټور ثابتیږي، وینې ورکولو سره د انسانانو ژوند ژغورل کیږي، خو ځینې مهمې خبرې چې د وینې ورکولو څخه وړاندې يې په پام کې ونیسئ.

که تاسې کوم ډول انفیکشن، الرجي (حساسیت) او یا کومه بله داخلي ناروغي لرئ، نو تاسې ناروغ ته وینه نشئ ورکولی.

د وینه ورکوونکي کس روغتیا تر ټولو اړینه ده، که چیرې د وینې لوړ فشار، شکر یا دغه راز کومه بله ناروغي وي نو ناروغ ته د داسې ډول کس وینې اړتیا نشته.

په اساسي ډول د وینه ورکونکي عمر باید له ۱۷ کالو کم نه وي، که چیرې له ۱۸ کلنۍ څخه کم عمره کس چې ۱۶ یا ۱۷ کاله ولري، وغواړي وینه ورکړي، باید لومړی یې وزن او قد وکتل شي او بیا یې فشار وڅیړل شي.

د وینې ورکولو سره د زړه روغتیا غوره کیږي، ځکه چې په دې سره د وینې جریان چټکیږي، ځینې کسان د وینې ورکولو څخه وروسته د ستړیا احساس کوي، په دې سره بدن کې وسپنه کمیږي، ددې لپاره په کار دي چې له وینې ورکولو وروسته باید وسپنه لرونکي خواړه وخوړل شي.

دغه راز باید یو کس په ۹۰ ورځو کې له یو وار څخه زیاته وینه ورنکړي، طبي پوهان وایي چې د انسان بدن هر ۹۰ ورځې وروسته نوې وینه تولیدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x