ورزش

د چمپینز لیګ دویم پړاو سیالیو پچه ترسره شوه، څوک به له چاسره لوبیږي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ (UCL) فوټبال ۲۰۱۹/۲۰ کال سیالیو دویم (شپاړس پړاو) پړاو به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په فروري میاشت کې پېل کیږي.

د چمپینز لیګ په سیالیو کې ۳۲ لوبډلو ګډون کړی و چې ۱۶ لوبډلو دویم پړاو ته لار وموندله او ۱۶ لوبډلې د مشهورې «ایاکس» لوبډلې په ګډون له یادو سیالیو څخه بهر شوې.

د دویم پړاو سیالیو لپاره پچه نن د دوشنبې په ورځ د سویزلینډ په نیوان ښار کې ترسره شوه چې په کې لاندې لوبډلې ګډون کوي او په ترتیب سره به د یوه بل سره مخامخ کیږي.

برسلونا، ریال مدرید، لیورپول، پاریس سان جرمان، بایرن میونیخ، ټوتنهام هاټسپر، مانچسټر سیټي، بروشیا دورتمند، اتلانتا، اتلاتیک مدرید، والنسیا، چیلسي، یوونتوس، آر بي لیپزیګ، لیوان او ناپولي.

په شپاړسم پړاو کې به لاندې لوبډلې له یوه بل سره مخ کیږي؟

بروشیا دورتمند او پاریس سان جرمان

ریال مدرید او مانچسټر سیټي

اتلانتا او والنسیا

اتلاتیک مدرید او لیورپول

چیلسي او بایرن میونیخ

اولمپیک لیوان او یوونتوس

ټوتنهام هاټسپر او آر بي لیپزیګ

برسلونا او ایټالوي لوبډلې ناپولي.

د شپاړسم پړاو حذفي سیالیو کې به هره لوبډله د خپلې سیال پر وړاندې دوه دوه سیالۍ ترسره کوي، ګټونکې به کوارټر پایلوبې ته لار مومي او بایلونکې به له لیګ څخه بهر کیږي.

د اروپا اتلانو لیګ شپاړس پړاو سیالیو پېل به د ۲۰۲۰م کال د فروري میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتلاتیک مدرید او لیورپول لوبډلې څخه کیږي.

https://twitter.com/ChampionsLeague/status/1206634220996759553?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x