ورزش

ایرلینډ د افغانستان سره راتلونکې شل اوریزې سیالۍ لغوه اعلان کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ایرلینډ کرېکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې له مخې اعلان وکړ چې د افغانستان پر وړاندې یې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ لغوه اعلان کړې.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په ۲۰۲۰م کال کې پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره کېدونکې وې خو د ایرلینډ کرېکټ بورډ په دغه مهالویش کې د بدلون اعلان کړی دی.

د ایرلینډ کرېکټ بورډ پر خپله اعلامیه کې د یادو سیالیو د لغوه کولو لامل دا په ډاګه کړی چې د بنګلدیش پر وړاندې یې ټیسټ سیالۍ په شل اوریزو بدلې شوي، همدا لامل دی چې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ نشي ترسره کولی.

دوی زیاتوي چې مونږ به ونشو کړای په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان لوبډلې پر وړاندې د پنځو پلان شویو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوربه توب وکړو، مونږ د افغان لوبډلې سیالان یو او بیا به هم یو خو په اوسني وضعیت کې باید د یوې مسوولې ادارې په توګه د خپلو امکاناتو پر اساس فعالیت وکړو.

د یادې پریکړې په اړه تر دې دمه د افغانستان کرېکټ بورډ څه نه دي ویلي، خو که دا سیالۍ ترسره نشي د افغانستان لوبډلې لپاره به په راتلونکي شل اوریزو نړیوال جام کې زیانمنې ثابتیدلای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x