نړۍ

هند کې د تابعيت ناندريز قانون پر ضد له له تاوتريخوالي ډک لاريونونه روان دي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د هند پارلمان له لوري د تابعيت ناندريز قانون پر خلاف د پلازمېنې نوي ډيلي سربېره په ګڼو ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي.

د نوي ډيلي جامعه ملت اسلاميه پوهنتون محصلينو د پوليسو موټر سوځولي او پوليسو هم پر لاريونوالو ډزې کړي دي.

د کانګريس ګوند رهبري مشرې پريانکا ګاندي حکومت د محصلينو په توهينولو تورن کړی او حکومت يې ظالم بللی دی.

پريانکا ګاندي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، پوليس له وسلو او دنډو سره پوهنتون ته داخليږي، هلته محصلين ډبوي او په دې اړه د محصلينو او خبريالانو د غږ خاموشه کولو هڅه کوي او زياته کړې يې ده، چې «دا يو ظالم او بې غیرته حکومت دی.»

د پلازمېنې نوي ډيلي سربېره د هند په ګڼو سيمو کې د دغه ناندريز قانون پر خلاف له تاوتريخولي ډکې مظاهرې روانې دي، پارېدلي لاريونوال د پوليسو پر مرکزونو، ريل ګاډو او بس تم ځايونو د ډبرو ګزارونه کوي او پوليس د لاريونوالو پر خلاف اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ کاروي او په ځينو ځايونو کې پر لاريونوالو ډزې هم شوي دي.

لاريونوال وايي، دا قانون د مسلمانانو خلاف جوړ شوی دی او بايد لغوه شي.

د هندي پارلمان په نوي قانون کې څه راغلي؟

د هند پارلمان په خپل نوي قانون کې پرېکړه کړې، چې له پاکستان، بنګلادېش او نورو هېوادونو ورتلونکو غیر مسلمانو خلکو ته تابعيت ورکوي، په داسې حال کې، چې څو مياشتې مخکې د هند سترې محکمې د حکومت په غوښتنه د هند په شمال اسام او نورو ايالتونو کې نږدې دوه ميليونه مسلمانان له تابعيته محروم کړل.

په هند کې شاوخوا ۳۵۰ ميليونه مسلمانان ژوند کوي، چې رسنۍ يې لږه کي بولي، خو هندي مسلمانان وايي، دوی دوهم لوی اکثريت دی، چې بايد حقونو ته يې درناوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x