ادبي لیکني

کله چې شاعري تر غپېدا ورسيږي!

فضل باري مشفق

لکه څنګه چې زموږ ټولنه ورځ تر بلې د فتنو او فسادونو لوري ته ګړندي ګامونه اخلي؛ په دې کې لوی لاس د موسيقۍ او اوسنۍ بربنډې او سپۍ شاعرۍ هم دی، چې د ډېرو ځوانانو د بې لاريتوب او لوفرۍ لامل شوي دي، په اوسنيو ځينې نويو په اصطلاح شاعرانو کې چې په شعر کې يې له لوچکۍ، لوفرۍ، فحشا، شراب، او خيالي زناګانو او لواطت پرته نور څه نه ليدل کيږي اوسني ځوانان هم چې د ډېرو په خيالاتو کې يې ټول همدا فکرونه دي، دې ډول بې کنټروله او بندوباره شاعرانو ته چکچکې وهي او د دوی د چټياتو او فحش الفاظو په اورېدو خپل جنسي خواهشات سړوي.

په اوسني وخت کې چې په خواله رسنيو کې خلکو د شهرت او ځان ښودنې لپاره له هرې لارې چارې کار واخيست او هيڅ يې د ځان او هنر ارزښت ته فکر ونکړ، هم يې ځان سپک کړ او هم يې زموږ په اخلاقي رنځ رنځوره ټولنه لاهم د تباهۍ او بربادۍ په لور سوق کړه، چې ددې اخلاقي رنځ درملنه به په ډېره سخته وشي او ډېره موده به ونيسي.

هغه تش په نامه شاعران چې په شعر کې يې کوم مثبت پيغام او د ټولنې د حالاتو رښتينې انځورګري نه وي يواځې د ځوانانو د جنسي خواهشاتو او شهوت پارونې لپاره شعرونه وايي او له ځوانانو يې دا تمه وي چې چکچکې ورته ووهي او په دې سره ځان ورته يو مصنوعي شخصيت ښکاره شي، خو دا په حقيقت کې زموږ د ټولنې او ځوان نسل د اخلاقي بربادۍ او تباهۍ ستر عاملين دي دي.

همدا شپې ورځې د يو نوي شاعر چې په خواله رسنيو کې لوچک ځوانان پرې داسې راټول وي لکه په مرداره چې ټپوسان راټول وي چټيات يې لولم او غوښتل مې چې معلوم کړم دا سړی څه وايي، تاسو يقين وکړئ چې په ټول کتاب کې مې يواځې يو شعر هم پيدا نه کړ چې هغه دې زموږ د ټولنې د درد دوا وي، ټوله شاعري يې په شراب خورۍ، سرو شونډو، د پرديو ښځو د نندارو او د اسلام او علماوو په سپکاوي او توهين کړې ده.

نن سهار مې چې فيسبوک خلاص کړ، د مبايل په سکرين مې چې يو څه د فيسبوک صفحه پورته کړه ګورم چې يو ملګري د يو چا شعر خپور کړی دی، زه تم شوم شعر مې واورېد، خو په الله قسم چې په ذهن او روان مې ډېر بد اغيز وکړ، حيران شوم چې دا زموږ خلک کومې خوا ته روان دي، دا څه بلا پرې شوې ده چې د انسانيت او سړيتوب له چوکاټه وځي او ځان په زور د ځناورو او سپيو دايرې ته ورداخلوي.
شاعر(!) خپل شعر په دې ډول پيلوي:

په زخم د زړګي خپلې نوکارې وهم غاپم
ته چرته يې له تا پسې کوکارې وهم غاپم
او……………..
نو کله چې يو انسان ته خپل ځان په انسانيت کې بد ښکاري او د سپيو او حيواناتو خيالات لري او غپيږي، دوی ته بيا په حقيقت کې انسانيت کوم ارزښت نه لري او نه هم په دې پوهيږي چې انسانيت څه معنا؟
دوی ته يواځې خپل چټيات او د خپل ځان شهرت مهم دی هماغه وي چې سبا يې بيا سپی شهرت په برخه شي خو حقيقي خلک ورته هيڅ ارزښت نه ورکوي.

له ځوانانو مې هيله ده چې د ځوانۍ په نشه او د عبثياتو په سمندر له غرقېدو مخکې فکر وکړئ او د ځان لپاره سمه تګلاره انتخاب کړئ، کنه خدای مه کړه چې همدا ګډوډ خلک او خيالات به مو فکرونه او خيالات ګډوډ کړي چې بيا به مو اعمال هم په دنيا کې ستاسو د رسوايۍ سبب شي او هم به په اخرت کې د الله تعالی په وړاندې مختورن ياست.

الله دې موږ په سمه لاره برابر کړي

17/12/2019 سه شنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

نن تکی اسیا اداری ته:
باور وکی چی ددی پانی په شکل می په ادبیاتو کی کمزوری پانه نه ده لیدلی. یو تعداد لیکوالان مو شکنزلماران دی یو تعداد مبصرین خو مو بیخی د انسانیت د چوکات خخه وزی. د ژورنالیزم نوم مو بد کر. که یی ثبوت ژه وکی!
دا د پنجاب بله دسیسه ده چی دغسی پانی غیر مستقیم چلوی. چلونکو خوشحاله کیژی مه غیرمستقیم زانو ته متوجه سی چی د چا لپاره کار کوی. البته عمیق فکر وکری.

غ.حضرت

که له انصاف څخه لیری نه سو د محترم مشفق صاحب تشویش او اندېښنه پر ځای ده. شعر او شاعری نن سبا ځیرک موبایل غوندی د هر ځوان په مغز او زړه او ګوتو کی اوړی را اوړی، لکه څنګه چی ځیرک موبایل او انترنِټ منفی او مثبت او اړخونه لری نو همداسی د نن ورځی شعری سلائق هم ځانته مثبتی او منفی بڼی او پایلی لری. نن سبا رشتیا هم د شعر او شاعری موبایل اکثراً د بې هدفه او جنجالی او لجوجانه او وچو کلکو احساساتو اوحتی دښمنانه انګېزو په لیاره کی په کار لوېدلی دی. د شعر… نور لوستل »

مظلومیار محسودي

مشفق صېب ـــ خبرې مو په ګل بدلې واقعي همدغسې ده متاسفانه بدبختي خو دا ده چې د دا رقم کړو وړو مزاحمت څه چې خلک ورله ډاډګیرنه ورکوي او ټولنه کښې بد رنګي خوروي ــــ
تر شاعرانو يې خوښونکي ډېر ملامت دي ځکه چې دوي پر چړچکو خو دا شاعران په اوتو بوتو سر دي ـــ

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx