افغانستان

خوست: ماين چاودنه کې لس ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په خوست ولايت کې د ملکي وګړو په موټر د ماين چادونه شوې چې له امله يې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر رسنيو ته وويل چې دغه پېښه نن سهار وختي ددې ولايت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د ابوخانې سيمه کې رامنځته شوې ده.

عادل وويل چې په دې پېښه کې ټول لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي چې پنځه نارينه، دوه ښځې او درې ماشومان دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل وايي چې ياد کسان لوګر ولايت ته يوې جنازې ته په لاره وو چې د چاودنې ښکار شول.

هغه وويل چې وژل شوي کسان ښايي ټول د يوې کورنۍ غړي وي او په وينا يې چې د پيښې په اړه څېړنې روانې دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت دا ډول چاودنې رامنځته کيږي چې ځينې يې پخواني خښ شوي ماينونه وي‌ خو تراوسه دا معلومه نه ده چې دغه ماين پخوانی دی او که اوس ځای په ځای شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

موژ دغه جهاد غندو او ناروا یی بولو، جمیل، پتنگ، مجاهد، بیانزی معصوم او… تاسو سه پکشی وایاست؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x