افغانستان

مزارشريف کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د پوليسو په موټر چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

راپورونه وايي چې چاودنه نن سهار د مزار شريف ښار په الکوزي څلورلارې کې د ترافيکو موټر ته څېرمه په بايسکل کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

په دغه چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون اتلس تنه ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل پېښه تاييدوي او وايي چې په دغه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان دی.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

جمیل دا مو د جهاد نمونی دی، اخرت لری خدای تعالی ته به سه وایاست؟

جميل

عبدالله !
ای د دين او د هيواد دښمنه ، څه پوه شوی چی دا چاودنه طالبانو کړی او ستاسو جاسوسانو او يا بليک واټر او يا قيصاری نده کړی ، طالبان چی هرڅه کوی په نره توره يی اعلانوی هم .
چی هرڅه وکړی د افغانانو سپيڅلی جهاد ته تاوان نسی رسولای پديچی الله تعالی د هغو مل او مګری دی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x