نړۍ

پروېز مشرف د ملي خيانت په جرم په اعدام محکوم شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پخوانی پوځي واکمن متقاعد جنرال پروېز مشرف د اسلام اباد د يوې ځانګړې محکمې له لوري د اساسي قانون د ماتونې او ملي خيانت په جرم په اعدام محکوم شو.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د ځانګړې محکمې درې قاضيانو پروېز مشرف په اعدام محکوم کړ.

د پاکستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې يو پوځي واکمن د اساسي قانون په ماتونې په اعدام محکوميږي.

جنرال پروېز مشرف له تېرو څو کلونو راهيسې په ناعلاجه ناروغۍ اخته دی، په دوبۍ کې اوسيږي او له تېرې اوږدې مودې راهيسې په روغتون کې بستر دی.

قانونپوهان وايي، د جنرال مشرف مدافع وکيلان کولی شي، د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر خلاف سترې محکمې ته رجوع وکړي، د دې لپاره يوه مياشت وخت لري، خو شرط يې دا دی، چې مشرف باید د خپلې قضيې د تعقیب لپاره پاکستان ته لاړ او محکمې ته حاضر شي.

دا هم شونې ده، چې ستره محکمې د ځانګړې محکمې د پرېکړې تاييد وکړي.

د پروېز مشرف پر خلاف د خيانت قضيې شاليد

په ۲۰۱۳ کال کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال د هغه قانوني مشاورينو د پروېز مشرف پر خلاف د ملي خيانت دوسيه ثبت کړه او دغې قضيې نږدې شپږ کاله وخت ونيو.

د دغې قضيې د څېړلو پر مهال ګڼ قاضيان رد او بدل شول، خو دوسيه یې لا هم نه وه بشپړه شوې، چې بالاخره ځانګړې محکمې نن نوموړی د ملي خيانت او اساسي قانون د ماتولو په جرم په اعدام محکوم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

پروردگار دی دوراه جهانونه درته دوزخ کری. سومره افغانان دی شهیدان کرل.

,mujahid

د لمړی ځل د پاره دی ښه خبره لیکلی مننه کوو

جميل

اوس به معلومه سی چی پاکستان خپلواک دی او مشرف به په رشتيا سره اعدام کړی او که لاهم بلواک دی او مشرف به د تداوی په بهانه لندن او يا ډوبی ته ځنی بوزی .
داسی ملی او دينی خائنين بايد په هر هيواد کی اعدام سی .
زمونږ د هيواد د غدارانو او پلورونکو ظالمانو د اعدام واری به هم راسی ان شاءالله .

غ.حضرت

د مشرف د ګُره د زوی مخ اوس لا د تُروو او خیرنو شلومبو د ځګ غوندی ژیړ او خیرن او بې نوره دی نو تر اعدام وروسته به ئې د څېرې څه حال وی؟

,mujahid

حیرانونکی ! د نړیوال استعمار د میدیا ملخان له یوی خوا وایی چه طالبان د پاکستان له خوا جوړ او ملاتړ کیږی او له بلی خوا د مشرف ( بی شرف ) د وحشت په اړه ( چه د بوش سره په ملتیا یی سم نیمایی طالبان په شهادت کم و زیات شل زره خو یی له تسلیمی وروسته وحشی او قاتل دوستم ته د هغوی د شهادت دپاره وسپارل او هغه وحشی په شهادت ورسول. مشرف هغه څوک وو ، چه د امریکا په اشغال او غلامی اداری په نصبولو کی یی د امریکا سره یو لاس او یوه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x