افغانستان

ملګري ملتونه: سږ کال هره ورځ ۹ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): ملګري ملتونه وايي، سږ کال افغانستان ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو خونړی هېواد و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې ادارې «يونيسيف» په خپل تازه راپور کې ويلي، په تېرو نهو مياشتو کې نږدې هره ورځ نهو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يونيسيف چارواکي وايي، د جګړې له امله د افغان ماشومانو ژوند ترينګلی دی او د داسې وضعيت دوام له زغمه وتلی بولي.

د جګړې سربېره ښوونې او روغتيايي خدمتونو ته نه لاس رسی د ماشومانو تر ټولو سترې ستونزې دي

افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې مشر ابوبکر کمپو ويلي، بهرني ځواکونه، حکومتي عسکر او وسله وال مخالفين ټول په روانه جګړه کې ماشومانو د ژوند او خونديتوب په اړه بې پرواهي کوي.

د يونيسيف ادارې انداېښنه ښکاره کړې، که روانه جګړه د يوې هوکړې له لارې پای ته ونه رسيږي، د افغان ماشومانو وضعيت به تر دې هم ترينګلی او خونړی شي.

ابوبکر کومپو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د عملياتو پر مهال د جګړې نړيوالو اصولو ته درناوی وکړي او عامو خلکو ته له زيان رسولو ډډه وکړي.

يونيسيف دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د چاودنو او جګړو سربېره د ګډو عسکرو په عملياتو او بمباريو کې د عامو خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو مرګ ژوبله بې ساري زياته شوې ده.

تېره ورځ هم د حکومتي عسکرو صفر۲ قطعې د لغمان ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د ښوونځي د يو ماشوم سربېره درې ملکيان وژلي وو.

د جګړو او ناامنۍ سربېره روغتيايي خدمتونو ته نه لاس رسی، له ښوونې بې برخې کېدل او شاقه کارونه د ماشومانو تر ټول سترې ستونزې دي، چې د اتلس کلنو نړيوالو مرستو سربېره د افغان ماشومانو وضعيت کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close