افغانستان

کندهار: ګډو ځواکونو اته ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په هيواد کې د ملکی وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو د چاپو او هوايي بريدونو په دوام دا ځل بيا په کندهار ولايت کې ګډو ځواکونو په شپنيزو عملياتو او بمبار کې اته تن ملکي وګړي وژلي دي.

راپورونه وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د کندهار ولايت د شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوند چنار سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې ووهلې او هوايي بريدونه يې وکړل چې په نتيجه کې يې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او څلور تنه نور ګډو ځواکونو له ځان سره وړي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغه چاپه کې د ملکي وګړو کورونه هم نړيدلي دي او يو شمير موټر او موټر سايکلونه هم له منځه تللي دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې هره ورځ د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري عمليات او چاپې اچول کيږي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په لغمان ولايت کې هم ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولې وې چې په نتيجه کې يې د ليسې د يو زده کوونکي په ګډون درې تنه ملکي وګړي وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x