شعـــــرونه

 ای د وخت سپه سالاره/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

ای د وخت سپه سالاره
ای د تور ټوپک څښتنه
چې ولس دې ازار نکړې
دا مې ومنه غوښتنه

تور ټوپک ډک دَ نشې وي
تور ټوپک ډک له غرور وي
هسې نه چې څوک ازار کړې
دې ته پام به دې ضرور وي
توره نکړي توریالیه
په داغو سپېنه لمنه

دا ولس د ستا ولس دی
دا ولس د ستا ملګری
ته ددې ولس سړی یې
ته ددی ولس وګړی
ګوره ته پرې خدای حاکم کړې
اوس یي کلکله کړه ساتنه

دا ولس دا څو لسیزې
دردیدلی کړیدلی
ته پرې لاس د رحم تیرکړه
ګرانه ډیر دی ځوریدلی
شه ملهم یی د زخمونو
چې دي کړي مدام مننه

ستړی شوی له جنګونو
دا اولس له ستمونو
ورته امن راوړه ځوانه
کړه یې خلاص نور له دردونو
جوړ د وخت ابن قاسم شه
کړه یې هر قسم ژغورنه

دلته هر کور کې شهید دی
دلته هر څوک غم ځپلی
دا هیواد د ننګو کور دی
دلته هر سړی ښاغلی
ورکه کړي یی ده لاره
د هر عصر له دښمنه

د هلال دغه ارزو ده
د هلال دغه ارمان دی
که له تانه پوره نشو
نو بیا پاتي له جهان دی
ولس ځانته درنیږدې کړه
ولس زړه ته کړه دننه

هلال مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x