واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

واشنګټن پوسټ: د افغان جګړې په تړاو دروغ ویونکي امریکایي واکمنان باید محاکمه شي

 ژباړه: واحد فقیري

مشهوره امریکايي سیاسي مبصره او مترقي چپه لیکواله، اغلې کاترینا واډین هیویل، د ډسمبر پر ۱۷ په واشنګټن پوسټ کي لیکي څرنګه چي د امریکا جمهورریسانو، وزیرانو، جنرالانو، نظامي او ملکي عالي رتبه چارواکو د افغانستان د ۱۹ کلني ماتي په اړه موږ امریکایانو ته مدام درواغ ویلي دي،‌ نو لهذا د هغوی سره باید حساب او کتاب وسي. بوش او اوباما دواړه د حق او رشتیا سره په جنګ کي ول. هغوی درواغجن او فریب کاره ول.

اغلې کاترینا لیکي امریکايي مدني فعالان مدام ژمنه کوي چي «د حاکمانو مخته به رشتیا وايي.» خو د افغانستان اسنادو وښوده چي د امریکا حاکمه طبقه په حقیقت خبره وه. اوس اساسي سوال دا دی: څوک به خلګو ته رشتیا ووايي؟

اغلې کاترینا لیکي هغو امریکايي مشرانو چي دا جنګونه چلول، هغوی نه یوازي درواغ ویل، بلکي هغه خلګ یې هم ریشخند او بې اعتبار کول چي رشتیا يې ویل.

کاترینا کاږي د امریکايي مشرانو درواغ او دوکه سخت عواقب لري. له ۲۰۰۱ راهیسي، په زرهاوو امریکايي عسکر وژل سويدي، او څه د پاسه یو لک ملکي افغانان د مرګ ګوله سويدي. همدارنګه، افغانستان د جهان د مخدره موادو په مرکز بدل سویدی.

بل پلو، د دې پر ځای چي په افغانستان کي زموږ پیسې دیموکراتیک نظام قایم کړي، برعکس زموږ منابعو د غلو یو حکومت ایجاد کړیدی. د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي،«یقینا، زموږ تر ټولو ستره پروژه ښايي د ستر او عام اداري فساد انکشاف وي — البته دا کار په غیر عمدي توګه سوی دی.»

کاترینا لیکي په افغانستان کي د جنګونو په اړه فریب د ټرمپ د کامیابۍ لپاره زمینه مساعده کړه. فراډ ټرمپ مدام ویل چي ابدي جنګونه به ختم وي. د ټرمپ استدلال قوي وو، او همدا وجه وه چي انتخابات يې وګتل.
لیکواله لیکي اوس څه باید وسي؟ اول،‌ کانګرس باید د دې جنګونو په اړه عامي استعماعیه غونډي ترتیب کړي. کانګرس باید پر جنګونو باندي نظارت قوي او زیات کړي. تر ټولو مهمه دا ده چي کانګرس باید د خپلي ناکامۍ او غفلت په اړه تحقیقات وکړي. د ټرمپ په شمول د جمهوري ریاست د نورو کاندیدانو څخه باید دا سوال وسي چي هغوی به د دې ناکامه جنګونو په اړه څه وکړي.

امریکايي میدیا هم باید په خپل ګریوان کي وګوري. ځکه هغوی مدام د سترو فریب کارانو، لکه جنرال پټریس او جنرال مک کریسټل، سره مصاحبې کولې، خو پر هغو امریکايي مبصرینو يې سترګي پټولې چي د دې ابدي جنګونو مخالف ول.

اوس چي په امریکا کي انتخابات راروان دي، انتخاباتي کمپېن به هر څه تر خپلي شعاع لاندي راوړي. همدا اوس، جنرال پټریس لګیا دی خپلو ښکرورو درواغو ته پرتوګ ګنډي. موږ باید دېته اجازه ور نه کړو. ځکه که چیري حساب او کتاب نه وي، د درواغو ویلو کلتور به لا پراخ او غښتلی سي، او موږ ګرده به زیانمن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

فقیری صاحب ، ډیره مننه او د لیکنو ستاینه دی کوم الله ج دی تل راته ژوندی او د حقایقو په وړاندی کولو کی ګړندی لره . ځینی ټکی په زه هم ورسره اضافه کړم او هغه دا چه: د واشنګتڼ پوست رسنۍ څخه مننه کوو چه تر ڼورو غلامو رسنیو رادمخه شوه او څه نا څه یی له حقایقو پرده لیری کړه او له فقیری صاحب هم نړی مننه کوو چه هغه یی زمونږ افغانانو ته ژباړلی . مګر زما نیوکه په واشنګټن پوست دادی چه د ددغه نړیوالی فاجعی ( چه د میلونو انسانانو د مرګ او درد… نور لوستل »

,mujahid

لیکنه کی لیکل شوی چه : [[ په افغانستان کي زموږ پیسې دیموکراتیک نظام قایم کړي، برعکس زموږ منابعو د غلو یو حکومت ایجاد کړیدی ]] او ذاهم لیکی چه: [[امریکايي مشرانو درواغ او دوکه سخت عواقب لري]] دموکراسی په اړه ډیری لیکنی او دومره کتابونه لیکل شوی چه کتابخانی پری ډکی دی نیم کتابونه یی صفت او نیمو کتابو یی د دموکراسی اصلی فطرت او کیفیت نړیوالو ته په ډاګه کړی. دموکراسی د نړیوال حریصو او استثمارګرو وحشی انسانانو له خوا د الهی نظام په ضد جوړ شوی او په کارول کیږی دوه مخه لری هغه کتابونه چه توصیف… نور لوستل »

A saeed

دا ظاليمان دي
او ده ظلم كاسه يو وخت ضرور نسكوريزي
انشاالله
وخت ي نزدي سوي او ده بي كناه انسانو ده قتل عام حساب به
الله ج
ضرور ورسره وكري

جميل

هی هی بيچاره او غوليدلی امريکانو ، همدا تاسی احمقانو و دی درواغجنو ته رائی ورکړی وی او بيابه يی هم ورکړی ، ستاسو غولانو ټوله سرمايه او ميډيا د همدی درواغجنو پلاس کی ده ، تاسی احمقان به تل همداسی د غلامی پست ژوند تيروی .
په اصل کی امريکايان اوس غواړی چی د خپلو خلګو اذهان د افغانستان د جګړی و ماتی ته آماده کړی .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x