نړۍ

پروېز مشرف ته د اعدام سزا د پاکستان پوځ «سخت غوسه کړی»

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پوځ د ځانګړې محکمې له لوري د پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پروېز مشرف پر خلاف د اعدام پرېکړه غندلې او په دې اړه يې سخته غوسه کړې.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، «متقاعد جنرال پروېز مشرف هيڅکله خاين نه شي کېدای، نوموړي څلوېښت کاله د پاکستان لپاره جګړې کړي او دا سړی هېڅکله خاين نه شي کېدای.»

د «ای ايس پي ار» په اعلاميه کې محکمې ته ګوته نيول شوې، چې د جنرال مشرف د قضيې په اړه يې ټول قانوني اړخونه په نظر کې نه دي نيولي او هغه ته د دفاع حق نه دی ورکړل شوی.

اعلاميه زياتوي، چې د ځانګړې محکمې پرېکړه په شخصي بنسټونو شوې او په قضيه کې له بیړې کار اخيستل شوی دی.

د پاکستان پوځ له محکمې غوښتي، چې د اساسي قانون سره سم د جنرال مشرف په اړه عدالت پلی کړي او هغه ته انصاف ورکړل شي.

د پاکستان پوځ دا غوسه په داسې حال کې څرګنده کړې، چې نن پلازمېنې اسلام اباد کې يو ځانګړې محکمې متقاعد جنرال پروېز مشرف د اساسي قانون د ماتولو له امله ملي خاين بللی او په اعدام يې محکوم کړ.

د پاکستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې يو پوځي واکمن د اساسي قانون په ماتونې په اعدام محکوميږي.

جنرال پروېز مشرف له تېرو څو کلونو راهيسې په ناعلاجه ناروغۍ اخته دی، په دوبۍ کې اوسيږي او له تېرې اوږدې مودې راهيسې په روغتون کې بستر دی.

قانونپوهان وايي، د جنرال مشرف مدافع وکيلان کولی شي، د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر خلاف سترې محکمې ته رجوع وکړي، د دې لپاره يوه مياشت وخت لري، خو شرط يې دا دی، چې مشرف باید د خپلې قضيې د تعقیب لپاره پاکستان ته لاړ او محکمې ته حاضر شي.

دا هم شونې ده، چې ستره محکمې د ځانګړې محکمې د پرېکړې تاييد وکړي.

د پروېز مشرف پر خلاف د خيانت قضيې شاليد

په ۲۰۱۳ کال کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال د هغه قانوني مشاورينو د پروېز مشرف پر خلاف د ملي خيانت دوسيه ثبت کړه او دغې قضيې نږدې شپږ کاله وخت ونيو.

د دغې قضيې د څېړلو پر مهال ګڼ قاضيان رد او بدل شول، خو دوسيه یې لا هم نه وه بشپړه شوې، چې بالاخره ځانګړې محکمې نن نوموړی د ملي خيانت او اساسي قانون د ماتولو په جرم په اعدام محکوم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x