ځانګړي راپورونه

له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د ايستلو په اړه د امريکايي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): له تېرو څو ورځو راهيسې، واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او ګڼې نورې امريکايي رسنۍ د افغانستان روانې جګړې کې د امريکايي پوځيانو په ناکامۍ راپورونه خپروي او يو شمېر امريکايي چارواکو او سناتورانو هم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه څرګندونې کړي، خو ځينو نورو بیا دا ډول څرګندونې رد کړي دي.

د امريکا «ان بي سي» تلويزون وړمه ورځ د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي و، چې ولسمشر ټرمپ راتلونکې اونۍ له افغانستانه د څلور زره امریکايي عسکرو د ايستلو اعلان کوي، خو د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر دا راپورونه رد کړي دي.

مارک ايسپر په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه هېڅ ډول امر نه دی صادر شوی.

د امريکا دفاع وزارت وياند هم امريکايي رسنيو ته ويلي، تر اوسه له افغانستانه د پوځيانو ايستلو په اړه کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

د امريکا جمهوري پلوه لوړپوړی سناتور لنډسي ګراهام تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان په سفر راغلی و او د نوموړي د سفر موخه د امريکايي پوځيانو مسؤولانه کمول بلل شوي وو.

سناتور لنډسي ګراهام له ولسمشر ټرمپ سره

د امريکا دفاع وزير د عسکرو د کمولو راپورونه په داسې حال کې رد کړي، چې نوموړي په خپله هم څو ورځې وړاندې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي و، چې د افغانستان جګړه له سوله ييزې لارې پای ته رسوي او هيله يې ښکاره کړې وه، چې په راتلونکې کې به افغانستان د نړيوالو ترهګرو ځاله نه وي.

واشنګټن ټايمز ورځپاڼې د کانګريس د يوه غړي له قوله ليکلي، چې ولسمشر ټرمپ د خپلې ټاکنیزې ژمنې سره سم له افغانستانه د خپلو ځواکونو په را ايستلو کې پاتې راغلی دی.

د پخوانيو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د کانګريس جمهوري پلوي غړي رانډ پال تېره ورځ «سي ان ان» تلويزون سره په خبرو کې ويلي و، ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او د خپلو پوځيانو د را ايستلو په ژمنه عمل نه دی کړی.

سناتور رانډ پال

سناتور رانډ پال واشنګټن ټايمز ته ويلي، همدا يې وخت دی، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان راوباسي.

د يادونې وړ ده، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له افغانستانه د امريکايي او ناټو پوځيانو وتل د هغوی اساسي شرط دی او د سولې لپاره زمينه برابرولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له درې مياشتې ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو لسم پړاو مذاکرات هم پنځه ورځې ترسره شوي او اوس د لنډې مودې لپاره درېدلي دي.

ځينې سرچينې وايي، ښايي دغه مذاکرات څو ورځې وروسته بېرته پیل او دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکایان په خپله خوښه کله هم نه وځی مګر که مجبوره شی (او مجبوره شوی دی) امریکایان د وتلو د پاره نه وو راغلی چه اوس ووځی ، هغوی د افغانستان د دایمی اشغال دپاره دسپټمبر یوولیمه پلان او عملی کړه چه په غج اخستنه یی زمونږ هیواد اشغال کړو په هغه فاجعه کی یی څه کم دری زره بی ګناه امریکایان قربانی کړل چه د امریکا هیوادوالو او نړیوالو احساسات د افغانانو او مسلمانانو په ضد راوپاروی . دوی د افغانستان مظلوم اولس له سوق الجیشی اهیمت له مخی تلپاتی د پاره په داسی دول اشغال کړی چه اصل… نور لوستل »

الحاج استاد بیانزی

امریکا کله هم مستقله او ثابته خبره نه کوی غواړی چه زمونږ د هیوادوالو،د خپلو هیوادوالو او نړیوالو ذهنیتونه مغشوش کړی یعنی نور د هغوی استعماری اهداف درک نه کړی. د حریصو استثمارګرو دوستی او دشمنی په استعماری ګټو ولاړی دی، دوی د ناتو غړی هیوادو سره د ډیرو ګټو تر لاسه کولو د پاره هم له چل او فریب کار اخلی، لکه د سطرنچ لوبی په شان نه غواړی چه څوک یی چالونه تعقیب کړی. خپل هیوادوال یی هم طبقاتی کړی یعنی یو سلنه یی بیلونر هر څه لری حکومتی چارواکی او قانون جوړونکی دی داسی قوانین یی جوړ… نور لوستل »

عبدالواحد

هغه هم وخت ووچه امریکایانوویل موږطالباپه ډیر لږوخت کی ختموو،زماپیاددی بریژینیف ضیاءلحق شهیدته وویل دافغانی مهاجروکومک پریږده کنه دمځکی دسره به دی واخلم ضیاءالحق شهیدورته وویل دمځکی دسره الله څوک اخلی ته هیڅ هم نسی کولای څنګه سوه دکمزوفغانستان په زور الله دونه لوی قوت دمنځه یووړۍ چه ټوله دنیاځنی بیریده ترامریکااوناټو ۱۰ چنده قوی وه،اصلاً انسانان دالله پر احکاموفکراوغورنه کوی امکان لری دادامریکا دغسی دبربادۍ جنګ وی لکه دروس دغسی یی ذلیله اوخوارکی لکه روس.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x