روغتیا

مرچ خوړل کولای شي په تاسو کې د زړه او فالج ناروغۍ خطر کم کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): هغه کسان چې ترخه خواړه خوښوي د هغوی لپاره ښه زیری دادی چې په منظم ډول مرچ خوړل کولی شي تاسې کې د زړه او فالج ناروغي خطر کم کړي.

په ایټالیا هېواد کې یوې نوې څیړنې کشف کړې چې مرچ خوړل په وګړو کې د زړه او فالج یا ګوزڼ ناروغیو څخه د رامنځته کېدونکو مړینو ګواښ په لوړه کچه کموي.

په دغه څیړنه کې د «۲۲۸۱۱» کسانو د ۸ کالونو لپاره روغتیا او د خوړو عادت ازمویل شوی، څیړونکو موندلې هغه کسان چې د زړه ناروغۍ څخه یې ژوند له لاسه ورکوه په مرچ خوړلو یې دغه کچه ۴۰سلنه، او هغه کسان چې د فالج له کبله یې ژوند له لاسه ورکاوه ۶۱سلنه یې د مړینې کچه ټيټه شوې ده.

د سي ان ان راپور سره سم یوه مخکښ څیړونکي ویلي دي، په زړه پورې حقیقت دادی چې د مړینې له خطر څخه ژغورنه د وګړو په لاس کې ده چې خپل خواړه کنترول کړي.

په بل عبارت، یو څوک کولی شي خپل روغتیایي «مدیتراني» رژیم تعقیب کړي، بل کس کولی شي لږ روغتیایي خواړه وخوري، مګر ددې ټولو لپاره مرچ خوړل ژغورونکی اغیزې لري.

دغه ژغورونکې ماده په مرچ کې د (Capsaicin) پایله ده، دا یو کیمیاوي مواد دي چې تودوخه چمتو کوي او سوزش کموي.

د مرچ په اړه ګڼ شمېر څیړنې ترسره شوي، د هارورډ پوهنتون طبي پوهانو د یوې څیړنې په ترڅ کې ویلي چې سور مرچ کولی شي د انسان عمر اوږد کړي.

دغه راز ویل کیږي چې سور مرچ په شکر د اخته کېدو مخه نیولی شي، اضافي وزن کموي، د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي، د معدې زخمونو په جوړښت او د بدن پوستکي په ښه کولو کې مرسته کوي، خو ددې سربېره هم ډاکټران ددې په خوړو کې د منځلاریتوب ښودنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x