روغتیا

د خولې بدبویي، لاملونه او د حل لارې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د خولې بدبویي یو داسې ناکراره احساس او ناوړه ناورغي ده چې نه یوازې مخامخ کس بلکې په خپله هم ددغه وګړي لپاره د شرم وړ وي.

د خولې بدبویي یوه عامه ناروغي ده چې په ډاکټري لحاظ ورته هیليټوسس «halitosis» ویل کیږي، او د ساه ویستلو پر وخت له خولې وځي، چې اصلي لامل یې د خولې ناپاکي او یو شمېر ناروغۍ ښودل شوي دي.

لاملونه:

د خولې بدبویي ګڼ شمېر لاملونه لري، د روغتیا پوهانو د وینا سره سم د خولې څخه د بدبویۍ راتللو اصلي لامل باکتریاوې دي چې په خوله کې شتون لري.

دغه باکتریاوې په خوله کې دننه ګاز رامنځته کوي چې له کبله یې بدبویي رامنځته کیږي، کله چې یو کس څه وخوري دا باکتریا په خوله کې شکر او نشایسته ماتوي، چې د بوی لامل کیږي.

ډاکټران وایي که مو په سمدستي ډول له خولې بدبویي راځي باید د غاښونو ډاکټر ته ورشئ، دغه راز که څوک په پرلپسې ډول دغه ناروغي لري باید هر شپږ میاشتې وروسته دې د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړي.

حل لارې:

زیاتې اوبه څښل

ډاکټران وایي که چیرې تاسې اوبه کمې څښئ نو دې سره مو خوله خشکه پاتې کیږي او ورسره خولې د بدبویۍ امکانات زیاتیږي. ځکه چې په خشکه خوله کې د لاړو جوړولو هارمونونه اغیزمن کیږي، ددې لپاره په کار دي چې په اوبو څښلو مو خوله له رطوبت ډکه وساتئ، په دې لړ کې د ښځو لپاره په ورځ کې ۳.۷ او نارینو لپاره ۲.۷ لیټره اوبه څښل اړین دي.

شین چای

شین چای د اکسایډ ضد مادې لري چې باکتریاوې له منځه وړي، د ډاکټرانو په وینا په شین چای کې « Epigallocatechin-3-gallate» ماده موندل کیږي کومه چې د وریو ستونزې او له خولې څخه بدبویي له منځه وړي.

د Tea Tree تیل

په خوله کې شته باکتریاوې داسې ګاز خارجوي چې له کبله یې بدبویي رامنځته کیږي، مګر د یوې څيړنې له مخې د ټي ټري تېل استعمال دغه باکتریاوې تر ډیرې اندازې له منځه وړي. په یوه پیاله ګرمو اوبو کې څو څاڅکي د ټي ټري تیل واچوئ او بیا یې خوله کې ولړۍ.

خوشبویه مصالحې

داسې خوشبویه مصالحې لکه لونګ، زیره، ایل یا لایچي تر ټولو غوره دي، که تاسې د خولې بدبویۍ څخه کړیږئ نو د لایچي، لونګ او یا د زیرې دانې په خوله کې وژویئ، لږ ساعت یې پریږدئ او بیا یې تیر کړئ، دا مو هم د خولې بدبویۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي.

دغه راز مڼه، لیمو او ویلنی خوړل مو هم په سمدستي ډول له دغې ناروغۍ ژغورلی شي، که تاسې د سهار چای یا سباناری نه کوئ هم د خولې بدبویي ناروغۍ ښکار کېدلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x