
جرمني يو ځل بيا د افغانستان سولې لپاره د منځګړيتوب وړانديز کړی
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د جرمني سفير ويلي، هېواد يې چمتو دی، د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره د افغان لوريو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
د جرمني سفير پيټر پروګل تېره شپه ناوخته په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د جګړې د ښکېلو لوريو ترمنځ منځګړيتوب کولی شي، شته ستونزې راکمې او د باور فضا رامنځته کړي.
نوموړي زياته کړې: «زموږ حکومت له ډېرو همکارانو، متخصصين، مدني فعالانو، په جرمني کې دننه او بهر ټولنې په ګډه کار کوي، تر څو د افغانستان سولې لپاره خپل منځګړيتوب پر مخ بوځي او د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټورې هڅې وکړي.»
په افغانستان کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ مشر احسان ضيا هم دغې ناستې ته وويل، په افغانستان کې د سولې لپاره يو ښه فرصت رامنځته شوی او باید ضايع نشي.
له طالبانو سره د سولې خبرو پر مهال يوازې جرمني نه، بلکې روسيې، چين، قطر او يو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړيتوب هڅې پيل کړي او په عين حال کې امريکا او طالبانو هم د روان بحران د پای ته رسولو لپاره مخامخ ناستې کړي دي.
جرمنی اوجاپان ددوهم جهانی جنګ وروست دافغانستان ډیروفاداره دوستان دی ولی دناټوپه پکت کی دی دامریکاترخوښۍ نسی تیریدای دبن په کنفرانس کی فیصله وسوه چه ددرنووصلوپارټیانی به دوصلوسره کابل ته نداخلیږی ولی امریکا شمالی ټول غنډه ګان دپښتنوپرضد کابل ته پریښوول بیله روس اوچینه منځګرتوب دافغان ملت په تاوان دۍ اوس ډیرښه پرست دۍ چه افغانستان دافغان ملت په کټه دخپل ملک واداری ته ورسیږی که دامریکااوناټوپه فیصلوصلح وسی بیرته به ملحدین پرقدرت پاته سی ملحدین دملک ۱٪ هم ندی بیرته دملک دقبضی دپاره له کفاروملکوفوجونه راولی چه بیابه ځوانان شهیدان،تورسری کونډ،ماشومان یتیمان اوکلی نړیږی.بهتره داده چه جهادجاری وساتل سی… نور لوستل »