افغانستان

زلمی خليلزاد کابل ته راغلی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغان قضيې د سياسي حل لپاره د امريکا ځانګری استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی دی او د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني سره يې ليدلي دي.

د اشرف غني د وياند مرستيالې درانۍ وزير رسنيو ته ويلي دي چې خليلزاد کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني سره ليدلي دي.

بل لورته  د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، چې  زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره په  لیدنه کې په دوحې او اسلام اباد کې د سولې په اړه د خپلو وروستیو ملاقاتونو په هکله معلومات شريک کړي دي.

زلمی خليلزاد په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې يې له طالبانو سره په دوحه کې د  مذاکراتو لسم پړاو پیل کړی دی او تيره اوونۍ دغه خبرې ددې لپاره د موقت وخت لپاره وځنډېدې چې دواړه لوري به له خپلو مشرانو سره په توافقاتو سلا مشورې کوي.

خليلزاد له دې وړاندې اسلام اباد ته هم تللی و او هلته يې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او نورو چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې وې.

تر اوسه د ولسمشر غني او زلمي خليلزاد د ملاقات په اړه نور معلومات نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x