افغانستان

راپور: امريکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): امريکايي او عربي رسنۍ وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي، چې د سولې موافقې لپاره لس ورځنی اوربند اعلان کړي.

رسنيو د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، زلمي خلیلزاد طالبانو ته ويلي، که د اوربند غوښتنه ونه مني، دا شونې ده، چې مذاکرات ودرول شوي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپريږي، چې له درې مياشتو ځنډ وروسته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امريکايي ديپلوماتانو يو ځل بیا له طالبانو سره لسم پړاو مذاکرات پيل کړي او اوس دغه خبرې هم د لنډې مودې لپاره درول شوي دي.

طالبانو ويلي، له امريکايي پلاوي سره خبرې د دوی په غوښتنه درول شوي، تر څو له خپلو مشرانو لازم هدايات ترلاسه کړي او له لنډې وقفې وروسته به بېرته مذاکرات پيل شي.

ټاکل شوې، چې له لنډې دمې وروسته دا خبرې بېرته پيل شي او دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسيږي.

دا په داسې حال کې، چې زلمی خلیلزاد د ګډ حکومت له مشرانو سره د سلامشورو لپاره کابل ته راغلی دی.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره دوحې او اسلام اباد کې د خپلو سفرونو او ليدنو پایلې شريکې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x