شعـــــرونه

غزل؛ حسان ضعيف

حسان ضعيف

دا خلک نن غلام ته د ازاد په نظر ګوري
مفسد مې حق عمل ته د فساد په نظر ګوري

پوهیږي نه خالقه که داستا دښمني غواړي
نظام اسلامي ته د ارعاد په نظر ګوري

وحشت او بربریت باندي یې سترګې پټې کړي
ویران ویران کنډر ته د اباد په نظر ګوري

کفري ډیمکراسي ورته محبوبه ستا له دینه
غربې کلتور ته تل د استرشاد په نظر ګوري

ویریږم چې عذاب داستا نازل ورباندې نشي
دا ځکه چې قرآن ته د عناد په نظر ګوري

تورونه لګوي پر ما په عشق دي ګناهګار یم
حسان ضعیف ته خدایه د برباد په نظر ګوري

۲۷قوس۱۳۹۸

استرشاد _ هدایت
ارعاد _ ويره

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x