افغانستان

ګډو عسکرو په ننګرهار کې يو ځل بيا ملکيان وژلي، کلينک او دوکانونه يې ويجاړ کړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): ګډو عسکرو تېره شپه يو ځل بيا د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال دوه ملکيان وژلي، يو کلينيک او ګڼ شمېر دوکاونه يې ويجاړ کړي دي.

د خوږياڼو ولسوالۍ ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، ګډو عسکرو تېره شپه په نکړخېلو سيمه کې چاپه ووهله، چې پر مهال يې د لونګ او نعمت په نوم دوه ملکيان وژل شوي، يو کلينيک، ګڼ شمېر دوکانونه يې ويجاړ کړي او د خلکو د کورونو دروازې يې هم په بمونو الوځولي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د صفر۲ قطعې ځانګړي دولتي عسکر له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ننګرهار خوږياڼو سربېره په ګڼو سيمو کې عمليات  کوي، چې ډېری قربانيان يې ملکيان دي، خو حکومتي چارواکي دا تورونه ردوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» د بشري حقونو بنسټ او د ملکي وګړو د ژغورنې ګروپ وايي، د دغو عملياتو او بمباريو ډېری قربانيان ملکی وګړي دي او د جګړې له ښکېلو لوريو يې د ملکيانو د خونديتوب غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او امريکايي لوری له طالبانو د تشدد کمولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې، چې د بهرنيو ځواکونو او دولتي عسکرو له لوري عمليات او بمبارۍ په خپل شدت سره روانې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close