ادبي لیکني

خدای مې دې اربکی نه کړي، اربکیان خو ازاریان دي

عاکف مهاجر

ماشوم راغی چای یې ګرزولو ورته ویل مې ماشومه څه نومیږې؟
وی محمد شیر!
ترې و مې پوښتل چې درس ولې نه وایې؟ وی زمونږ ځای کې دا مهال مکتبونه رخصت دي اوس دلته زه، یو ورور مې او پلار راغلي یو چای خرڅوو.

بیا مېترې و پوښتل ستاسو ځای کې طالبان شته؟ څو نومونه یې راته واخیستل وی ووکې فلانی فلانی دا ټول طالبان دي.
بیا مې ورته ویل چې اربکیان شته؟ او ته خو به اربکی نه یې؟
د اربکي لفظ ماشوم راته غوصه کړ وی نه هغه خو تور مخي تور تور دي زه نو اربکی یم؟ اربکیان داسې وي؟.

پوه شوم چې ماشوم غوصه شو نو بیا مې ورته ویل دغه ناست کس هم وایي چې دا اربکی ده کنه.
وی خدای مې دې اربکی نه کړي، اربکیان خو ازاریان دي.

د ماشوم خبرو ته زیر شوم او د اربکیانو تر نوم لاندې د دولتي ملیشو ظلمونو ته سوچ یوړم، په همدې سوچونو کې مې ویل چې اربکی هغه څوک ده چې ماشومان یې لا هم ازاریان بولي او وایی چې خدای مې دې اربکی نه کړي.

دا یواځې اربکیان نه دي بلکې د امریکا هر تنخواه خور او د افغان د وژلو لپاره ګومارل شوی اجیر همدومره ظالم او خونخوار دی چې ماشومان یې لا هم ازاریان بولي او وایي چې هغه خو خلک وهي او خلک وژني ازاریان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x