ټولنیزه برخه

اسلام او د وخت په ساتلو کې ټینګار

حسيب الله سجاد

د اسلام هر اړخیز او سپېڅلی دین څوارلس پېړۍ مخکې موږ ته د دې ښوونه کړې ده چې خپل وختونه په ښه ډول مدېریت کړو. همدا چې موږ د سهار لمانځه لپاره راپورته کېږو اودس کوو مسجد ته ځو او همدارنګه له لږ ځنډ وروسته د اشراق لمونځ ادا کوو تر اشراق لمانځه پورې نه ویده کېږو او دغه وخت په ذکر سره تېروو دا ټول هغه څه دي چې موږ خپل وخت پرې ارزښتمن کوو. یعنې هغه څوک چې د دې وختونو څخه ګټه پورته نه کړي نو دا به یو د بې‌پروایۍ حالت وي. همدارنګه مسلمانانو ته د شپې د تهجد د لمانځه او په ورځ کې د اعمالو او عباداتو لکه اوابین، تحیة المسجد، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن لمونځونو باندې په خپل وخت ډېر ټینګار شوی دی؛ نو مسلمانان سربېره پر دې چې دغه اعمال او کړنې ترسره کوي پخپل ځای کې یو ډول د وخت ساتنه هم کوي او د وخت څخه ښه ګټه پورته کوي.

وخت د مسلمانانو په وړاندې لوی ارزښت لري او د همدغه لوړ مقام پر بنسټ کله کله یوه شپه له زرو میاشتو څخه هم زیات اهمیت پیدا کوي. د همدغه علت پر بنسټ په اسلام کې وخت د دقیقو او ساعتونو ټولګه نه ده بلکه په اسلام کې وخت د اعمالو او کړنو یوه ټولګه ده، چې د همدغه اعمالو او کړنو له پلوه نور هم قیمت پیدا کوي او د همدغه کړنو برکت دی چې د وخت ارزښت نور هم روښانه کوي.

پر همدغه بنسټ انسانان د خپل عمر د ورځو پر وړاندې لوی مسؤلیت لري چې په کومه لار کې یې تېرې کړې دي او همدارنګه د ځوانۍ د هرې ورځې پوښتنه هم ترې کېږي چې په کوم ځای کې یې تېرې کړې دي؟ او د انسان وروستی تمځای او تر جنت پورې رسېدل هم تر وخت پورې تړلي دي یعنې چې انسان د خپل عمر په تېرو شوو ورځو کې کومې کړنې ترسره کړې دي.

زموږ د سپېڅلي دین ټول احکام او د همدغه احکامو تړاو پر وخت پورې دا ښه په ډاګه کوي چې وخت باید د انسان تر ولکې لاندې وي او د هغه څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي او که چېرې بې‌پروايي وکړي نو د لوی تاوان سره به مخ کېدونکی وي.

د اسلام له نظره کړنلاره جوړونه یو لازمي عمل دی ترڅو انسان وکولی شي لمونځونه په خپل وخت ادا کړي او روژه هم په ټاکلې میاشت کې ونیسي او د خپل راتلونکي لپاره ګټورې او موخې لرونکې کړنلارې ولري. د همدغه علت پر بنسټ له انسان څخه غوښتل شوي ترڅو د وخت څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې شي او د خیر او ښېګڼې په کارونو، عبادت او د الله په بنده‌ګۍ د الله خوښي ترلاسه کړي او د مرګ په وخت کې دنیا ته د بیا راستنېدو هيله ونه کړي.

په اسلام کې د وخت پر اهمیت ډېر ټینګار شوی دی ترڅو انسان دنیوي ژوند ته هم پاملرنه وکړي او همدارنګه د آخرت لپاره هم لویه توښه تیاره کړي او په همدې کړنو سره د دنیا او آخرت ترمنځ توازن وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد منصور

ښه ملګری په ژوند کی تل داسی ملګری بیدا کړی چی فایده درکوی په نقصان مو خپه کیږی او په ګټه مو خوشحالیږی داس ملګری پیدا کړی چی د خپل ماګری غیبت تا ته نکوی ځکه ستا غیبت به سبا بل چاته کوی تل د ماشومانو سره مینه او پاملرنه ورته وکړی ځکه دا داسلام او مسلمانانو مستقبل دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x