شعـــــرونه

حمد شريف؛ ثاقب خپلواک

 ثاقب خپلواک

د ښایست د مینې کیف دې په جمال کې
د جلال هیبت دې پروت دی په جلال کې

تار د زلفو چې هوا سر په ثناء کړ
حمد موجود دی پر سجده د تندي خال کې

ستا قدرت خو لازوال او لایزاله
شو څرګند د کائناتو په زوال کې

چې د ځمکي هر یو ځای ولټومه
نه دې سیال شته ،نه دي څوک شته په مثال کې

له ادراکه دي عقلونه عاجز ښکاري
یو صفت دي نه ځایږي زما په خیال کې

تورې خاورې دې په ګونګه ژبه ستایي
زه ثاقب دي لټوم نور د هلال کې

ثاقب خپلواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x