نظــر

د بمونو مور که د مرضونو مور؟

منتقم غوري

پخوا افغانستان کې دومره خطرناکې ناروغی نه وې خو کله چې د وحشي او بې رحمه امریکا لخوا کوم هوایي بریدونه بمونه او زهریله مواد استعمال شول نن ورځ که د پاکستان او هند هسپتالونه وګورو 70 فیصده پکې زمونږ خوار افغانان د سختو او لا علاجه ناروغیو سره مخ دي!

په دې خاوره کې امريکا تر خپلې وسې پورې خورا زیات وحشتونه وکړل او لا یې هم کوي د بمونو مور په شمول يې ډول ډول وسلې وازمايلې کلي ،کورونه،مساجد، مدرسې حتی د وطن ځنګلونه هم د کروز مزایلو د B52 جیټ جازونو او ډرون له وحشیانه بریدونو محفوظ پاته نشول او لا هم دغه وحشیانه هوایي بریدونه دوام لري.

اوس به مو آينده نسل هم يا ناقص وي اويا به په مختلفو سختو ناروغيو اخته وي څه موده وړاندې د طلوع تلوېزيون د یو راپور په اساس چې يو عادي راپور نه وو بلکې حیرانونکی زړه بوږنونکی او له سخت درد څخه ډک وو په کوم ځای کې چې دا بم استعمال شوی له هغه راهیسې په هغې سېمه کې د ماشومانو په شمول د دې سيمې وګړي په ډول ډول ناروغیو اخته دي کوچنیانو او لویانو ته جلدي مرضونه ،سرطان ،د وینې کمېدل او دسترګو تکلیف پیداشوی او هغه ماشومان چې نوي پیدا کیږي ډېر زیات کمزوري وي، داسې بریښي لکه فلج چې وهلي وي، ځایي خلک وایي، فصلونه وچ شوي طبعي بوټي له منځه تللي او کرهنیز توکي یې تر کرلو وروسته نه لوییږي.

دا بعضي چې د بشر دحقونو چيغې وهي نن هغه د ملل متحد بشردوستان چېرته دي ؟

رسنیو پرې ولې چوپتیا غوره کړې او ولې د اچین ولسوالی د مظلومانو فریاد نه اورېدل کیږي؟
د امریکايي اشغالګرو یوې جنګې الوتکې د ۱۳۹۶ کال د حمل د ۲۴ نیټې په ماښام د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند په تنګي کې یوولس ټنه غیراتومي ( MOAB) د ( بمونو مور ) په نوم بم پر هغه ځای وغورځاوه چې دوی ورته د داعش وسله والو ځاله ويله.

امریکا ویل چې زموږ هدف د اچین له حملې دشمالي کوریا وېرول وو خو غلامانو او لاسپوڅو یې دخپل همېشني عادت له مخې بیا هم انکار وکړ او ویل یې چې د بمونو مور د داعش په جنګیالیو استعمال شوی بل کوم هدف نه لري ؟

اول خو امریکا باید که هدف یې ریښتیا هم د شمالي کوریا وېرول وه نو دغه بم یې ولې په امریکا کې نه استعمالوه ؟

د دې بم اجازه چا ورکړې وه چې دوی په دې خاوره کې استعمال کړ؟

بلخوا که فکر وکړو یواځې شمالي کوریا نه بلکې ټوله نړی د امریکا وروستی سلګی اوري چې افغانستان کې د سخت شکست سره مخ ده نو امریکا په کومو سترګو شمالي کوریا وېروي ؟ دا خو داسې مثال لري لکه د یو انسان چې زلقدن وي او په وخت د زلقدن کې چاته اخطار ورکوي آیا دا عقل مني ؟

بلخوا د کابل مزدورې ادارې ته وایم

که د دې بم د غورځولو هدف د داعشیانو وژل وه نو ولې پکې یو داعشي ونه وژل شو؟

که هدف مو همدا وه بیا ولې د داعش جنګیالي د امریکا په طیارو کې له بهرنیو هیوادونو څخه راوړل کیږي؟
او چې کله طالبان د داعش جنګیالیو څخه کومه سیمه تصفیه کوي ولې یې د طالبانو له بریدونو څخه امریکایان او تاسو ژغورئ؟

لکه څنګه چې تاسو د جوزجان په درزاب کونړ او ننګرهار کې همداسې وکړل !

د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په ۶ او ۹ چې د جاپان په ناکاسا او هیروشیما ښارونو اټومي بمونه و کارول شول نو له هغه وروسته په تیرو 75 کالو کې دا لومړی ځل وه چې یواځې د مظلوم افغانستان په خاوره کې داسې یو ستر بم د یرغلګرو امریکایانو لخوا استعمال شو.

تاریخ به هرو مرو په خپله سینه کې دا هم لیکي چې ددغه بم د استعمالولو پر وړاندې اشرف غني او عبدالله وویل چې له مونږ سره پرې مشوره شوې وه.

مګر د واشنګټن پوسټ ورځپانې د وینا له مخې له دغو دوو څیرو سره د بم غورځولو مسئله نه ده شریکه شوې.

زما خوارمظلوم محکوم زخمي افغانستانه او زما خوار غمځپلی مظلوم اولسه الله ج دې درباندې ورحمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x