ورزش

نن شپه د برسلونا او ريال مدريد ترمنځ فوټبال سيالي ترسره کيږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د برسلونا او ريال مدريد فوټبال لوبډلو د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د برسلونا په کامپ نو لوبغالي کې د فوټبال مشهوره سيالي ترسره کيږي.

د اسپانوي ليګ (لاليګا) په لړ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ياده سيالي چې (الکلاسيکو) نوميږي د نړۍ له سترو سياليو څخه ګڼل کيږي چې شاوخوا سل زره نندارچيان يې ليدو ته لوبغالي ته ورځي.

د الکلاسيکو سيالي په اکتوبر مياشت کې کېدونکې وه خو د ځينې امنيتي ستونزو له کبله ديسمبر مياشتې ته وځنډول شوه.

د ريال مدريد او برسلونا لوبډلو ترمنځ سيالي هميشه جالبه او په زړه پورې وي، لامل يې د يادو لوبډلو سيالي او په لوبډله کې د ليونل ميسي په ګډون د ګڼ شمېر نورو غوره لوبغاړو شتون دی.

https://twitter.com/realmadridarab/status/1207217297380855808?s=19

د‌ دواړو لوبډلو ترمنځ سيالي په لومړي وار په ۱۹۱۰م کال کې ترسره شوه، تر دې دمه يې ۱۷۸ سيالۍ ترسره کړي چې ۷۲ مدريد، ۷۲ برسلونا ګټلي او ۳۴ مساوي شوي دي.

د لاليګا لیګ په جدول کې تر دې دمه ريال مدريد او برسلونا ۳۵-۳۵ نومرې لري، خو د ګولونو په توپير برسلونا لومړی مقام خپل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x