ګلبدين نائب او اصغر افغان د کرېکټ بورډ مشر په مرسته سوله وکړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸م): وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ بورډ په حيرانونکي ډول د راشد خان د ګوښه کېدو او اصغر افغان يو وار بيا لوبډلمشر ټاکلو پريکړه وکړه په ټولنيزو رسنيو کې د ملي لوبغاړو او چارواکو لخوا غبرګونونه وښودل شول.

د يادې پريکړې په اړه ګلبدين نائب د اصغر په ټاکلو سخته ناخوښي څرګنده کړه او هم يې له تېرو ناخوالو پرده پورته کړه، نوموړي پر خپله فيسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه سختې خبرې وکړې او اصغر افغان يې په ملي خيانت تورن وباله.

ګلبدين نائب ويلي وو چې تر څو اصغر افغان لوبډلمشر وي دی يې تر مشرۍ لاندې ملي لوبډله کې نه لوبيږي.

د کرېکټ بورډ او د ګلبدين نائب پريکړو په ټولنيزو رسنيو کې غبرګونونه راپارولي وو او ددې اصلي لامل يې په کرېکټ کې د سياسيونو مداخلت ګڼلی و، په دې لړ کې عاطف مشعل له دندې ګوښه شو، نوموړی په کرېکټ کې د ستونزو رامنځته کېدلو اصلي لامل ګڼل کيږي.

https://fbwat.ch/1PSlwMukHqUoZmBS

نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ يوه ويديو خپره کړې چې په کې د کرېکټ بورډ مشر فرحان يوسفزي د ګلبدين نائب او اصغر افغان ناخوالو ته د پای ټکی کېښود.

په ويديو کې ليدل کيږي چې ګلبدين نائب پر خپله پريکړه پښيمانه دی او د خپلو خبرو بخښنه يې وغوښته، نوموړي زياته کړه چې په کرېکټ کې ځينې وګړي لاسوهنه کوي چې له کبله يې دغه ډول ستونزې رامنځته کيږي، نائب ژمنه وکړه چې په ملي لوبډله کې به لوبيږي.

دغه راز اصغر افغان هم د کرېکټ بورډ له مشر څخه مننه وکړه، او ژمنه يې وکړه چې يو وار بيا به ټول لوبغاړي په يوه ټغر راټولوي او د راتلونکو سياليو لپاره به بشپړ چمتو والی نيسي. نوموړي له سياسيونو غوښتنه وکړه چې په کرېکټ کې له لاس وهلو ډډه وکړي‌.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا وروستۍ پريکړه چې د راشد خان پرځای يې يو وار بيا اصغر افغان لوبډلمشر کړ، په روان کال کې څلورم لوبډلمشر و چې بدل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د