
شکر خدایه! جاوید چوهدري
لیکنه: جاوید چوهدري/ ژباړه: ابو ناهید
د برطانیې کلارک کورنۍ یو په زړه پوري او خوندور مثال دی.
ته که له ځانه د غښتلي او قوي ایمان خاوند جوړول غواړې، ته که د الله تعالی کرم، مهرباني او رحم محسوسول غواړې او ته که د الله تعالی په مصلحتونو ځان پوهول غواړې نو زما مشوره دا ده چې دا کیسه په خپله جیب یا بټوه کې درسره وساته او هره ورځ یې لږ تر لږه یو ځل خامخا لوله، د ژوندانه هیڅ تکلیف به تا پریشانه نه کړي.
الله تعالی د انسان له لویو لویو مشکلاتو څخه د ساتلو لپاره عموما پر هغه کوچني کوچني مصیبتونه راولي، دا کوچني کوچني مصیبتونه د لویو لویو مصیبتونو په وړاندې خنډ جوړېږي او انسان له غټو پریشانیو نجات مومي.
له کلارک کورنۍ سره هم همداسي وشول.
خاوند او ښځې دواړو کار کاوه، نهه اولادونه یې درلودل، عایدات یې لږ او مصارف یې ډیر وو، ښکاره خبره ده چې په داسي حال کې ژوند چندان ډیر خوند نه کوي.دوی هم په سختو حالاتو شپې سبا کولې.
کلارک ته معلومه شوه چې امریکا د ټولې نړۍ لپاره ’’ګولډ مائن‘‘ د سرو زرو کان دی.له یورپ څخه غریبان، مسکینان او مفلس کسان امریکا ته ځي او هلته په لږ وخت کې د لویو لویو کانونو، کارخانو وغیره څښتنان جوړیږي او شاهانه ژوند تیروي. کلارک او د هغه ښځې هم امریکا ته د تګ او خپل بخت ازمویلو فیصله وکړه.
فیصله خو وشوه، مګر د لارې خرڅ او مصرف نه و. د نهو اولادونو، خاوند او ښځې لپاره د ډیرو روپیو ضرورت و او دوی چې به له دولس ساعتونو سخت کار کولو څخه وروسته څه ګټل هغه به د میاشتې په اخیر کې مصرفیدل.
دا د سمندري کښتیو زمانه وه، د یورپ له اتو لویو بندرونو څخه به لویې کښتۍ تلې او له دریو څخه تر شپږو میاشتو موده کې به امریکا ته رسېدلې.
کلارک او د هغه ښځې په هر ډول چې و امریکا ته د تګ فیصله کړې وه، او د مصارفو په غونډولو یې پیل وکړ، له وخته زیات کار یې پيل کړ، خوراکونه یې کم کړل، د یخنۍ د جامو اخیستل یې بند کړل، له خپلوانو او اشنایانو یې روپۍ پور کړې، پلرنۍ ځمکه یې خرڅه کړه، کور یې ګرو کړ او په دې ډول یې له دوه کاله مسلسل کوشش وروسته دومره روپۍ جمعه کړې چې ورباندې لاس اینجلس ته رسېدلای شوای.
دا د کلارک د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه کله چې هغه بندر ته لاړ، روپۍ یې جمعه کړې او د کښتۍ د درېیمې درجې لس ټکټونه یې وپېرل، د ټکټونو په لیدلو ټوله کورنۍ له خوښۍ په جامو کې نه ځایېدله.
ملګرو ورته الوداعي میلمستیاوي پيل کړې، کلارک کورنۍ د سفر لپاره اړین توکي هم تیار کړل او په کارځایونو کې یې له خپلو کارونو استعفاوي هم وړاندې کړې، مګر له روانېدلو وړاندې کلارک کورنۍ ته یوه وړه مسئله پېښه شوه او دا وړه مسئله د هغوی د راتلونکې ورځې تر ټولو بده پېښه وګرځېده.
د کلارک کورنۍ یو ماشوم په همدې ماښام خپل ملګري ته د خدای پاماني لپاره کورته ورغی، په بیرته راتلو کې په لاره یوه خروړي سپي وداړه، کلارک هغه ډاکټر ته ورښکاره کړ، ډاکټر د هغه مټ ور وګانډه مګر له دې سره یې هغه د سپي داړل شوی ناروغ وباله.
په هغه زمانه کې په سکاټ لېنډ کې دا رواج و چې ډاکټرانو به د خطرناکو نارغانو د کور پر دروازه ژېړه نښه لګوله چې مطلب به یې دا و چې ناروغ تر علاج لاندې دی او تر څو چې ډاکټر اجازت ور نکړي تر هغو به له کوره نه راوځي.
ډاکټر د کلارک د کور پر دروازه هم ژېړه نښه ولګوله.
له نښې لګېدلو وروسته کلارک کورنۍ امریکا ته نه شوای تلای، دا د کلارک کورنۍ لپاره نه برداشت کېدونکی غم و، هغوی داسي ګڼله لکه اسمان چې د بلېدونکې شمعې په څېر سوکه سوکه ویلېږي او د دوی پر زخمونو څاڅي.
کلارک او د هغه ښځې خپل زوی د دې لوی مشکل ذمه وار ګاڼه او ډیرې ستغې سپورې یې ورته وکړې، په دا بله ورځ چې کله کلارک د ټکټ واپس کولو لپاره لاړ نو ورته معلومه شوه چې د ټکټ د واپس کولو وخت تېر شوی دی او په دې ډول یې پیسې هم له لاسه ووتې.
د کلارک زړه مات شو، په کومه ورځ چې کښتۍ له ساحله روانېده کلارک، د هغه ښځه او اته اولادونه یې د سمندر پر غاړه ولاړو او کله چې کښتۍ په اوبو کې خپل مزل پیل کړ نو دوی تر ډیره پسې وژړل.
راتلونکی وخت د کلارک کورنۍ لپاره ډیر له خطره ډک و، کور یې ګرو و، ځمکه یې خرڅه کړې وه، مزدوري یې له لاسه وتلې وه، خپلوانواو ملګرو به، ته امریکې ته څه وخت ځې، په ویلو ځوراوه.
دې حالاتو د کلارک کورنۍ په رواني ناروغۍ اخته کړه.
دوی به ټوله ورځ په کور کې غلي وو او هغه ماشوم به یې راټه، چې زخم یې د دوی د کامیابي په لار کې خنډ جوړ شوی و.
په همدې کې څو ورځې تېري شوې. یوه ورځ کلارک کورنۍ په کور کې ناشته کوله چې دروازه وټکېده، په دروازه کې د دوی همسایه ولاړ و د همسایه په لاس کې ورځ پاڼه و او مخ یې د احساساتو له کبله پړکېده.
همسایه وویل: د دنیا تر ټولو لویه او نوې کښتۍ ټای ټینيک د اوقیانوس په سمندر کې ډوبه شوې ده او پکې ۱۵ سوه ۱۷ کسه مړه شوي دي.
کلارک چې اخبار پرانیست او په همدې خبر یې سترګې ونښتې نو له خولې یې بې اختیاره(تهینک ګاډ!) شکر خدایه! چیغه ووتله او له خوښۍ په ټوپونو شو.
هو! کلارک کورنۍ هم په ټای ټينیک کښتۍ کې امریکا ته روان و چې په عین وخت کې د سپي د داړلو له وجې سفر ځنډیدلی و او په دې ډول له مرګه خلاص شول. کلارک اخبار په لاس کې په تلوار کورته منډه کړه، خپل ناروغ زوی یې په غیږ کې ونیو او تر ډیره یې د هغه شکریه ادا کړه. د کلارک ښځه او اولادونه هم د ناروغ ماشوم ګير چاپیره ولاړ و او له هغه یې مننه کوله.
اوس ته له دې کیسې وروسته حالت ته ګوره، هغه ماشوم چې تر همدا نن سهاره د کورنۍ د خوښیو قاتل ګڼل کیده، په څو ثانیو کې د کورنۍ مسیحا شو، هغه چې کورنۍ خپل مجرم ګاڼه اوس د کورنۍ محسن وګرځېد، هغه کسان چې تر پرونه یې د امریکا د نه تګ له امله پیغورونه ورکول اوس یې د خوش قسمتي مبارکۍ ورکولې.
کلارک چې تر پرونه یې ځان د دنیا تر ټولو لوی بد بخت ګاڼه، ناڅاپه احساس کړه چې هغه د دنیا له خوش بختو کسانو څخه دی، دې احساس د هغه باور زیات کړ. هغه د خپل کاروبار د پیل کولو فیصله وکړه.
د کلارک کورنۍ د چمپلو او بوټونو جوړولو کاروبار پیل کړ او نن د هغوی جوړ شوي چمپل او بوټان په ټوله دنیا کې مشهور دي.
ته لږ سوچ وکړه! که په هغه ورځ د کلارک زوی سپي نه وای داړلی، که ډاکټر د دوی پر دروازه ژېړه نښه نه وای لګولې، نو څه به کېدل؟
کلارک او کورنۍ به یې په کښتۍ کې سپرېدل او دوی به هم د هغو نورو بدنصیبو مسافرو سره یوځای په اوبو کې ډوبېدل، مګر الله تعالی څه وکړل؟ الله تعالی پر دوی یو کوچنی مشکل نازل کړ او له لوی مشکل څخه یې وژغورل او د مرګ له منګولو یې خلاص کړل.
موږ ټول هره ورځ له داسې ډیرو کوچنیو مشکلاتو او مصیبتونو سره مخ کېږو، زموږ د موټر ټائر پنچر کیږي، زموږ پر پاکو جامو چای توېیږي، موږ د یو ډیر مهم مجلس لپاره ځان تیارو او ناڅاپه زموږ د یو ماشوم سر، لاس یا پښه خوږ شي.
موږ ته د خپلې خوښې کاروبار په لاس نه راځي، موږ په امتحان له زیات کوشش سره سره ناکامیږو، زموږ پانګه او سرمایه ډوبه شي، زموږ تر ټولو نږدې یار او دوست چل راسره وکړي، زموږ پر سر باد پکه راولویږي، د طیارې ټکټ مو کړی وي مګر فلائټ مو مس شي، یا زموږ موټر ټکر شي، نو موږ تر ډیره خپل ځان بدنصیبه او خپل بخت کوټه ګڼو، موږ له الله تعالی ګيلې کوو، چې دا هر څه صرف له ماسره ولي کېږي، موږ له الله تعالی پوښتنه کوو چې ایا صرف زه ستا امتحان ته پاتي یم؟ موږ میاشتي میاشتي خپل ځان ګرموو، مګر موږ کله هم د دې وړو مشکلاتو په تل کې پټې خوش بختي ته توجه نه کوو، موږ کله هم د دغو مشکلاتو شاته د الله تعالی حکمتونه نه وینو موږ کله هم په دې سوچ او فکر نه دی کړی.
الله تعالی عموما د کوچني اغزي په واسطه لوی اغزی کاږي او د کوچنیو کوچنیو محکمو د فیصلو په واسطه حاکمانو ته د اقتدار حقیقت ورښيي.
نو که له نن څخه وروسته کله هم تاته یو کوچنی مصیبت درپېښ شو، نو خپل زړه ته متوجه شه، د اطمینان ساه وکاږه او الله تعالی ته خطاب پیل کړه: ای زما پالونکیه! ستا ډیر شکر دی زه ستا په مصلحتونو نه پوهېږم، مګر یقین لرم چې زما په باره کې به ستا فیصله هیڅکله هم غلطه نه وي، یقینا ته ما له یو لوی مشکل څخه خلاصوې. شکر خدایه! (تهینک ګاډ!)