افغانستان

 سناتور ران پال: د افغانستان جګړې په اړه د امريکايي چارواکو درواغ جنایت دی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا جمهوري پلوه سناتور او د ولسمشريزو ټاکنو پخواني نوماند ران پال ويلي، امريکايي چارواکو له تېرو اتلس کلونو راهيسې د افغانستان جګړې په اړه خپل ولس ته په درواغو ويلو جنايت کړی او بايد په دې اړه سپيناوی وکړي.

سناتور ران پال په خپل ګوند کې په توندو څرګندونو پېژندل شوی، له پيله د افغانستان جګړې مخالف دی او وايي، چې نور بايد دا خونړۍ جګړه پای ته ورسيږي او امريکا له دغې جګړې راووځي.

نوموړي واشنګټن ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې پر امريکايي چارواکو او جنرالانو تور لګولی، چې خپل ولس يې په تياره کې ساتلی او دوی نه پوهيږي، چې افغانستان کې رښتيا څه تېريږي.

ښاغلي ران پال ويلي، چې ولسمشر ټرمپ د خپلې ټاکنیزې ژمنې سره سم له افغانستانه د خپلو ځواکونو په را ايستلو کې پاتې راغلی دی.

سناتور ران پال واشنګټن ټايمز ته ويلي، همدا يې وخت دی، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان راوباسي.

د يادونې وړ ده، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له افغانستانه د امريکايي او ناټو پوځيانو وتل د هغوی اساسي شرط دی او د سولې لپاره زمينه برابرولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له درې مياشتې ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو لسم پړاو مذاکرات هم پنځه ورځې ترسره شوي او اوس د لنډې مودې لپاره درېدلي دي.

ځينې سرچينې وايي، ښايي دغه مذاکرات څو ورځې وروسته بېرته پیل او دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x