د ماليزيا په کوربه توب د ۲۲ اسلامي هېوادونو غونډه؛ سعودي او پاکستان په کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د نړۍ په کچه مسلمانانو ته د ورپېښو ستونزو او کړاوونو په اړه د بحث لپاره نن چهارشنبه د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور کې د ۲۲ اسلامي هېوادونو څلور ورځنۍ غونډه نن پيليږي، خو سعودي عربستان او پاکستان په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

سعودي او متحده عربي امارات له پيله د کولالمپور له غونډې سره مخالف و او پاکستان هم د سعودي او اماراتو د فشار له امله په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له قوله ليکلي، چې د سعودي او اماراتو د نيوکو له امله اسلام اباد په دغه ناسته کې ګډون نه کوي.

تر اوسه د کولالمپو د ناستې رسمي اجنډا نه ده اعلان شوې، خو ويل کيږي، چې کېدای شي، له تېرو څو لسيزو راهيسې په کشمير، سوريې، يمن، برما او په چين کې د مسلمانانو ځوروونکي حالت په اړه خبرې وشي.

دغې څلور ورځنۍ غونډې ته به د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان، د ماليزيال لومړی وزير مهاتير محمد، د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ایران ولسمشر حسن روحاني سربېره د يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو چارواکي وينا وکړي.

د چارو کارپوهان وايي، د ماليزيا په کوربه توب له نننۍ غونډې سره د سعودي د مخالفت لامل ښايي دا وي، چې سعودي چارواکي دا ناسته د اسلامي همکاريو د سازمان بدیل بولي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز تېره ورځ له مهاتير محمد سره د تيليفوني خبرو پر مهال ويلي و، چې دا ډول بحثونه بايد د اسلامي همکاريو د سازمان په غونډه کې وشي.

د اسلامي هېوادونو د چارو کارپوهان وايي، اوسمهال اسلامي نړۍ په دوو برخو وېشل شوې، چې يو لوری يې سعودي او متحده عربي امارات دي او بل لوری يې ماليزيا، ترکيه، قطر او ایران دي او پاکستان د دواړو لوريو ترمنځ د توازن او اړيکو د ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د ابادۍ له پلوه د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر هېواد اندونيزیا هم وړمه ورځ ويلي و، چې په دغه ناسته کې ګډون نه کوي، خو وروسته روښانه شوه، چې د ولسمشر مرستيال معروف امين به د خپل هېواد په استازيتوب په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې ماليزيا ۵۶ هېوادونو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو يوازې ۲۲ هېوادونو يې بلنه منلې ده او کولالمپور ته د پلاوو ورتګ پيل شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو محمد الفاروقي
میلمه
ابو محمد الفاروقي

دا يو نقطه سمه كي
باكستان هغه جا سره وي جيرته ي جه فايده او فيسي ورته رسيكي