افغانستان

زابل: طالبانو د دوولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت په مناسبت ستره غونډه رابللې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې کمېسیون له لوري د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت په مناسبت غونډه رابلل شوې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده غونډه د شاجوی ولسوالۍ د بابا هوتک لیسې د زده کوونکو لپاره جوړه شوې وه، چې د سیمې مشرانو او مخورو پکې برخه واخسته.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «غونډې ته د پوهنې مسئولینو هر اړخیزې ویناوې وکړې، د تعلیم اوتربیې د پرمختګ لارې چارې یې زده کونکو ته په ګوته کړې او په دې اړه یې له هغوی نه هم د اقداماتو غوښتنه وکړه،د پوهنې مسئولینو له برخه والو وغوښتل چې په فکري جګړه کې د معاصر کفر د مقابلې لپاره راوړاندې شي، له خپل مذهب څخه دفاع وکړي او ژبني تعصبات له مینځه یوسي، کوم چې لوېدیځوال لمن ورته وهي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د غونډې ګډونوالو د پوهنې له مسئولینو مننه کړې او هغوی ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

یاده دې وي، چې طالبان د ښوونځیو او اکاډمیکو مراکزو د چارو لپاره ځانګړی کمېسیون او مسئولین لري، چې تر واک لاندې سیمو کې د زده کړې بهیر څاري او د اړتیا په وخت ورسره مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

نه پوهیزم د شاجوی طالبان د چا تر قوماندی لاندی دی، افرین چی مکتب ته یی اجازه ورکری، مهربانی وکی د هلمند باغران، بغنی، دروزگان چهارچینو او دووان علاقو ته هم اجازه وکری، شاولیکوت اوسیوری ولسوالی هم پریژدی چی دعلم رنا ورکی وزلیژی. وطن په میرایساغوجی او مطول نه جوریژی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x