افغانستان

ایران: طالبان یو واقعیت دی، انکار ترې کېدای نشي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو تاوده بحثونه او مذاکرات یو ځل بیا راپورته شوي؛ ایران وایي، طالبان یو حقیقت او د افغان ټولنې جز دی، چې انکار ترې کېدای نشي.

دغه څرګندونې د ایران د ملي امنیت د شورا مرستیال«علي شمخاني» په تهران کې کړې، فرانس ۲۴ خبري اژانس دنوموړي له قوله لیکلي « هغه ستراتېژي، پلان او پرېکړه، چې د افغانستان د خلګو په نشتون کې وشي؛ غلطه ده او  د ناکامۍ لور ته ځي، طالبان د افغان تولنې یو واقعیت دی انکار ترې کېدای نشي؛ خو ایا ټول افغانان طالبان دي؟.»

نوموړي ددې تر څنګ امریکا تورنه کړې، چې د افغانستان ثبات نه غواړي او نیت لري، د ایران، روسیې او چین پولې نا امنه کړې؛ خو په خبره یې، امریکا نشي کولای اېران انزوا ته یوسي.

ایران داسې مهال په مذاکراتو کې د کابل حکومت په شتون ټینګار کوي، چې طالبان وایي، تر هغه مهاله، چې د افغانستان د کشالې بهرنۍ بعد یې پای ته رسولی نه وي او له بهرنیانو سره یې مذاکرات ختم کړي نه وي؛ له کابل ادارې سره خبرې نه کوي.

د طالبانو په قول، کابل اداره په رسمیت نه پېژني او په بین الافغاني مذاکراتو کې هم د نظام په حیث ورسره خبرو ته تیار نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

که څه هم چی د ډيپلوماسی وتلی خبره ده ، خو زه دا وايم چی ايران به د مشرک ، يهود او نصارا سره دوستی وکړی خو د افغانانو به دوست نسی .

اجمل

خو دایی هم ویلی چی ټول افغانستان طالب ندی. باید له خلکو او حکومت سره هم سوله وشی. طالبان پدی اوس صرف له کافرو سره آماده دی چی سوله وکړی او خپل ملت او خلکو سره جنګ جاری وساتی. طالبان دی اوس پدی پوهه شی چی بدون له حکومت څخه دوی سوله نشی راوستلای.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x