ورزش

د شهزاد او نبي ځلیدو سربېره یې لوبډلې بریا خپله نه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړو په بنګلدیش غوره لیګ کې د خپلو لوبډلو په ګټه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

د بنګلدیش تجارتي لیګ په نن ورځې سیالۍ کې د محمد نبي لوبډله د مجیب ځدران لوبډلې پر وړاندې مخامخ شوه چې د دواړو لوبډلو لخوا افغان لوبغاړي ښه وځلیدل.

دغه سیالۍ د رانګپور رینجرز او کومیلا وریئرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د رانګپور لوبډلې مشري محمد نبي کوي، نوموړي سره په دغه لوبډله کې محمد شهزاد هم لوبیږي، بلخوا په سیال لوبډله کې مجیب ځدران شامل دی.

په لوبه کې لومړی د محمد نبي لوبډلې رانګپور رینجرز توپ وهنه وکړه چې په کې شهزاد محمدي برق رفتار توپ وهنه وکړه او په ۲۱ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله، دا د بنګلدیش غوره لیګ روان پړاو دویمه چټکه پنځوسیزه ده.

دغه راز شهزاد یوازې په ۲۷ توپونو ټولې ۶۱ منډې جوړې کړې، ۴ یې شپږیزې او ۷ یې څلوریزې ووهلې، ورپسې محمد نبي ۲۶ چټکې منډې جوړې کړې، دوی په ۲۰ اورونو کې ۱۸۲ منډې هدف وټاکه.

د کومیلا وریئرز لوبډلې لخوا مجیب ځدران غوره توپ اچونه وکړه او په خپلو ټاکلو ۴ اورونو کې یې یوازې ۲۵ منډې ورکړې او ۲ غوره لوبغاړي یې وسوزول.

په ځواب کې د مجیب لوبډلې دغه هدف په ۲۰م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوزیدلو بشپړ کړ، محمد نبي ۴ اورونه ترسره کړل ۲۵ یې منډې ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه، خو د لوبډلمشر په توګه یې سیالي وبایلله.

باید وویل شي چې د بنګلدیش غوره لیګ په روان پړاو سیالیو کې تر دې دمه تر ټولو چټکه نیمه سلیزه په (۱۸) توپونو ځوان افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز وهلې ده، په دغه لیست کې شهزاد په دویم نمبر شو چې په ۲۱ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.

اوسمهال د نړۍ په بېلا بېل تجارتي لیګونو کې لږ تر لږه ۲۰ افغان لوبغاړي لوبیږي، چې په کې د بنګلدیش، استرالیا، امریکا شل اوریزې او د قطر تجارتي لیګ لس اوریزې سیالۍ شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x