افغانستان

« د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې هره ورځ نهه افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې»

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د ملاتړ بنسټ «يونسیف» وایي، روان کال د افغان ماشومانو لپاره خونړۍ وو او په منځني ډول هره ورځ پکې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یونیسف له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، د جګړو او نا امنیو له امله افغانستان د ماشومانو لپاره په یوه غیر خوندي ځای بدل شوی او یوازې د روان کال په لومړیو نهه میاشتو کې هره ورځ په منځني ډول نهه افغان ماشومان ټپيان یا هم وژل شوي.
راپور وړاندې زیاتوي، د سړک د غاړي ماینونه، ځانمرګي بریدونه او د حکومت او طالبانو تر منځ جګړې هغه څه دي، چې د ماشومانو تلفات یې زیات کړي او کچه یې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه لوړه شوې.
یاده دې وي، چې روانې جګړې د نورو افغانانو تر څنګ د ماشومانو په ژوند هم ژور منفي اغېز کړی، د رسمي شمېرو له مخې کابو ۳.۷ میلیونه ماشومان چې د زده کړو شرایط پوره کولای شي؛ ښوونځیو ته نه درومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x