افغانستان

کابل: خلیلزاد د تاوتریخوالي په کمولو او «بین الافغاني» مذاکراتو ته د لارې برابرولو په برخه کې مشورې کړې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانکړي استازي «زلمی خلیلزاد» کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال له ګڼو کسانو سره «بین الافغاني مذاکراتو» ته د لارې په برابرولو او د «تاوتریخوالي» په کمولو غږېدلی.

خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې په کابل کې د امریکا له سفیر «جان بس» او  د امریکایي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان «سکاټ میلر» سره یې په ګډه له پخواني ولسمشر «حامد کرزي»، اوسني ولسمشر «اشرف غني» ، اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» او ګڼو نورو سیاسي او ښځینه فعالانو سره لېدلي.

خلیلزاد وړاندې لیکي، چې په کابل کې یې دوه ورځنۍ مشورې مثمرې وې او دی پکې له ګڼو کسانو سره  «بین الافغاني» مذاکراتو لپاره د لارې په برابرولو او د تشدد په کمولو غږېدلی.

خلیلزاد، چې له طالبانو  سره د مذاکراتو د روان بهیر په منځ کې له څو ورځنۍ وقفې څخه په ګټې اخستنې یې اسلام اباد او کابل ته سفرونه کړي، داسې مهال د تاوتریخوالي په کمولو او بین الافغاني مذاکراتو غږېږي، چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره خبرې پای ته ورسېږي او دواړه لوري په اوږدو کړو مذاکراتو د توافق مهر ووهي.

په ورته وخت کې ځیني داسې راپورونه هم شته، چې ښيي، زلمي خلیلزاد له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې او هغوی ته یې ویلي، که اوربند ونشي ښایي روان مذاکرات ودرول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت خان

د مذاکراتو له پیل څخه د نظامي اډو غوښتلو، بیا د یو شمیر عسکرو تر پاتې کیدو، کابل ادارې ته مشروعیت وربخښلواو مخامخ ورسره کتل،او اوربند کول، او بالاخره دا دی جناب خلیلزاد اوس آخر زارۍ کوي چی ای طالبانو! نوکی رانرم شئ تاوتریخوالی خو کم کړئ او لس ورځې اوربند خو خامخا ومنئ. کافران په داسې طریقو سره هڅه کوي، او لا اوس هم دابې خِرده مخلوقات ګمان کوي چې طالبان سر ناخلاصي انسانان دي، په خبرو (مذاکراتو) کې به ستړي او بالاخره به ووایی چی بارا ورلڼده یې کړئ یو څه په خُله کې ورکړئ چې هسې تری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x