افغانستان

ولسي جرګه: حکومت دې په ننګرهار کې د «بمونو مور» ناوړه اغېزې وڅېړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل):د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، حکومت دې د ننګرهار ولایت په «اچین» ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو له لوري د «بمونو مور» تر استعمال وروسته، په سیمه کې د ناوړو اغېزو د څېړلو په موخه پلاوی وګماري.

د بمونو مور چې کابو دوه نیم کاله وړاندې د امریکايي ځواکونو له لوري د داعش ډلې د غړو د له منځه وړلو په پلمه د اچین په خاوره وغورځول شو؛ د سیمي د اوسېدونکو په وینا، ناوړه اغېزې یې لا تر اوسه په سیمه کې تر سترګو کېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلګو استازې «ارین یون» په همدې تړاو کابل نیوز ته ویلي « د بمونو د مور استعمال یو ظاهر سیمه ټوله ورانه کړې، کورونه او ونې له منځه تللي او بل دا چې ددې تر څنګ ګڼ ماشومان په جلدي ناروغیو اخته شوي، میندو ستونزې پیدا کړې او تر دې پېښې وروسته زېږېدلي ماشومان عادي حالت نه لري.»

د ننګرهار د خلګو یو بل وکیل «عبدالرووف شپون» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په قول د بمونو مور تر استعمال وروسته په سیمه کې یو بد وضعیت دی  او خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

شپون ددې تر څنګ په نړیوالې ټولنې او حکومت غږ کوي، چې ددې ډول بمباریو مخه دې ونیسي.

د بمونو مور، چې هماغه مهال د امریکا له لوري د داعش ډلې د له منځه وړلو په پلمه وکارول شو، د ګډ حکومت له هرکلي؛ خو د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شو، پخوانی ولسمشر «حامد کرزي» امریکا تورنه کړه، چې له افغانستان څخه د خپلو وسلو دلابراتوار په حیث کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x